پاکستان وايي سعودي ورنه غوښتي چې د یمن جګړې ته دې جنګي بېړۍ، الوتکې او پوځ ورواستوي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف پر همدغې موضوع د خبرو لپاره د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ سعودي ته تللی و.
د دوشنبې په ورځ د پاکستان په پارلمان کې په دې موضوع جدي بحثونه وشول، د حکومت ځینو مخالفو سترو گوندونو یمن ته د پاکستان د پوځ د استولو کلک مخالفت کړی دی.
د پیښور په پوهنتون کې د نړیوالو چارو د مطالعاتو د مرکز مشر اعجاز خټک وایي که پاکستان یمن ته پوځ واستوي، د تهران او اسلام اباد د اړیکو په خرابوالي سربېره د سیمې پر حالاتو هم منفي اغیز وکړي.
له ښاغلي خټک سره د نزرانې یوسفزۍ مرکه دلته واورئ