د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د فوټبال نوې ملي لوبډله جوړیږي


د فوټبال د ملي لوبډلې روزنکی یوسف کارګر
د فوټبال د ملي لوبډلې روزنکی یوسف کارګر

د فوټبال د ملي لوبډلې روزنکی یوسف کارګر نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په دې وروستیو کې امریکا او اورپا ته سفر درلود او تر ارزونې وروسته یې وکولای شول چې یو شمیر پیاوړي لوبغاړي په نښه کړي او په راتلونکې کې چې د آزموینې وخت را رسیږي ملي لوبډلې ته به یې جذب کړي.

یوسف کارګر وايي چې په دوو پړاونو کې به په کابل او جرمني کې ملي لوبډلې ته غوره لوبغاړي جذب کړي.

د کارګر په وینا دیرش تنه لوبغاړي به په جرمني کې او دوه ویشت لوبغاړي به په کابل کې راتلونکې اونۍ خپل تمرینونه پیل کړي او په پایله کې هغه کسان چې له ښو مهارتونو څخه برخمن وي نو کولای شي چې د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړي.

یوسف کارګر وايي "موږ په امریکا او اروپا کې لوبغاړو ته یو تمریني کمپ جوړو او وروسته له هغې زموږ د اړتیا په صورت کې چې ملي ټیم ته یې لرو یو ښه ټیم جوړو چې رسمي سیالیو ته چې د فیفا لخوا دي، چلینج کپ سیالۍ او آسیايي سیالۍ کې به ګډون وکړي".

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې دوی سره د جرمني د فوټبال چارواکي هم مرسته کوي چې وکولای شي په راتلونکو دوو لویو کمپونو کې چې ملي لوبډلې لپاره یې په هغه هیواد کې جوړوي غوره کسان د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته وټاکي.

د یادولو وړ ده چې نږدې دوه میاشتې مخکې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټبال ملي لوبډله منحل اعلان کړه.

دغه فدراسیون وايي، دوی په پام کې لري چې له پیاوړو هیوادونو سره لوبې ترسره کړي او په لویو بهرنیو ټورنمنټونو کې ګډون وکړي، نو لازمي ده چې یوه پیاوړي لوبډله ولري.

XS
SM
MD
LG