د لاس رسي وړ اتصالات

کارګر د افغانستان د فوټبال د غوره شخص لقب ترلاسه کړ


د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزنکی یوسف کارګر
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزنکی یوسف کارګر

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزنکی یوسف کارګر ته د فوټبال د فدراسیون لخوا په یوې غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه د کال د غوره شخص لقب ورکړ شو.

د فوټبال فدراسیون وايي‌ چې یوسف کارګر په تیرو لسو کلنو کې د افغانستان فوټبال په تیره ملي لوبډلې ته د پام وړ کارونه ترسره کړي دي او له همدې کبله د ۱۳۹۳ لمریز کال د غوره شخص لقب ورته ورکړ شو.

د فوټبال د ملي لوبډلې روزنکی یوسف کارګر اوس مهال د فیفا ای درجه لایسنس په واک کې لري او دده تر روزنې لاندې د فوټبال لوبډلې وکولای شول چې د ۲۰۱۳ کال د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ د فوټبال سیالیو اتلولي وګټي.

ښاغلي کارګر ددغې جایزې په ترلاسه کولو خوښي وښوده او وویل چې په تیرو کلنو کې چې ده کومې ستونزې ګاللې دي د خپلو خلکو لپاره یې وې او یوازینۍ هیله یې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې اتلولي وه چې د سویلي آسیا هیوادونو په سیالیو کې یې ترلاسه کړه.

ښاغلی کارګر وايي "زه له افغان ولس څخه مننه کوم کومې که څه هم موږ مالي آسانتیاوې نه درلودې خو زموږ لوبغاړو معنوي ملاتړ له ځان سره درلود،‌د خلکو او په تیره د رسنیو ملاتړ وو چې فوټبال مو په ملي او نړیواله کچه معرفي کړ".

د هغه په وینا د فوتبال د فدراسیون هلې ځلې ددې لامل شوي دي چې د افغانستان فوټبال د آسیا په کچه وپیژندل شي او خپلو هڅو ته به په راتلونکې کې هم دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د غوره لیګ سیالیو کمیشنر شفیق ګوهري وايي چې یوسف کارګر له کال ۱۹۷۰ میلادي څخه راپدې خوا د افغانستان په فوټبال کې بوخت دی.

ښاغلي ګوهري هیله وښوده چې په راتلونکو کلنو کې هم د کارګر د کارونو شاهدان اوسي.

په ورته وخت کې د فوټبال فدراسیون ۵۴ روزنکو ته د فیفا لخوا رالیږل شوي د منځګړۍ یا داورۍ لایسنسونه هم وویشل.

دغه روزنکي اوس مهال په مرکز او ولایتونو کې د روزنې په برخه کې بوخت دي او ددغو سندونو په ترلاسه کولو سره به په ولایتونو کې لوبغاړو ته په اساسي توګه د روزنې پروګرامونه ترسره کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې اوس مهال په لسګونه روزنکي چې نجونې هم پکې شاملې دي د روزنې اسناد په لاس کې لري او له دې سره فوټبال په افغانستان کې په مسلکي توګه وده کړې ده.

XS
SM
MD
LG