د لاس رسي وړ اتصالات

یوسف نورستانی د امریکا د عامه شتمنۍ د غلا په تور مجرم پېژندل شوی


احمد یوسف نورستانی د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر و
احمد یوسف نورستانی د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر و

د متحدو ایالتونو د فدرال یوې محکمې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر احمد یوسف نورستانی د عامه شتمنۍ د غلا په تور مجرم گڼلی دی.

پر ښاغلي نورستاني تور و چې د امریکا د فدرال حکومت څخه یې څه باندې ۱۰۰زره ډالر ترلاسه کړي او بهر ته یې د خپلو سفرونو په اړه هم حکومت ته معلومات نه وو ورکړي.

په امریکا کې له متقاعدو، مسنو او نورو اړو افرادو سره حکومت هم مالي مرسته کوي او هم وړیا صحي بیمه ورکوي. احمد یوسف نورستاني د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ ترمنځ کلونو کې همدا ډول مرستې ترلاسه کولې او په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې هم حکومتي دنده لرله.

د امریکا د قانون له مخې داسې افراد که د یوې میاشتې څخه زیات له امریکا څخه وځي، باید حکومت خبر کړي، خو وايي چې ښاغلي نورستاني حکومت خبر کړی نه دی او دا د قانون خلاف کار دی.

د هغه محکمه د تېرې چهارشنبې په ورځ ( دسمبر۱۱) د کلیفورنیا په ایالت کې وه. د امریکا د عدلیې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي دي چې ښاغلي نورستاني منلې چې له حکومت څخه یې اجتماعي مرستې ترلاسه کړي او په دغه برخه کې یې قانون تر پښو لاندې کړی دی.

نوموړي منلې ده چې د حکومت له لوري ترلاسه کړي ټولې پېسې به بېرته سپاري او هغه ته د ورکړل شوي وړیا صحي بیمې د خدمتونو تاوان به هم ورکوي. هغه اوس د لس کلن زندان له سزا سره مخامخ دی او همدغه راز باید ۲۵۰زره ډالر جریمه هم ورکړي.

یوسف نورستانی په ۲۰۱۴ کال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر و چې بیا ولسمشر غني انتصابي سناتور وټاکه. هغه د هرات والي هم و.

XS
SM
MD
LG