د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: د دوو امریکايي بندیانو په اړه مو معلومات امریکایانو سره شریک کړي


عکس ( ارشیف)
عکس ( ارشیف)

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې اوس مهال په افغانستان کې د دوو امریکايي وګړو په ګډون څو تنه بهرني وګړي د افغانستان د قوانینو څخه د سرغړونو له امله نیول شوی او ددغه حکومت سره بندیان دي.

ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ مارچ ۳۱ (وري ۱۲) د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې ددغو دوو امریکايي وګړو مسله د امریکايي چارواکو سره شریکه شوې ده.

هغه ویلي: "په افغانستان کې د دوو امریکايي وګړو په ګډون یو شمیر بهرني اوسیدونکي بندیان دي. د نیولو علت یې د افغانستان د قانون څخه سرغړونه ده. هرڅوک چې د ویزې د اخیستلو وروسته افغانستان ته راځي په دې معنی دي چې هغوی دا مني چې د افغانستان قانون عملي کړي او د قانون خلاف کړنې ونلري...د امریکايي اوسیدونکو په اړه امریکایانو سره خبرې شوي او موضوع ورسره شریکه شوې ده".

د طالبانو د حکومت ویاند په افغانستان کې د څو بهرنیو وګړو او د هغې له ډلې دوو امریکايي اوسیدونکو د نیولو په اړه دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې تیره اونۍ د رایان کوربټ میرمنې انا کوربټ په یوه اعلامیه کې وویل چې میړه یې ناهیلی شوی دی.

د رایان کوربت کورنۍ د امریکا د سي بي ایس تلویزیوني شبکې ته د مارچ په ۲۸ (وري اتم) ویلي چې تیره اونۍ هغه ورسره د تیلیفون له لارې اړیکه نیولې وه او دا کورنۍ مخ په زیاتیدونکي ډول د رایان کوربټ د روغتیايي وضعیت خرابیدو باندې په ژور ډول اندیښمنه شوې ده.

ددغې تلویزیوني شبکې د معلوماتو پر اساس د رایان کوربټ میرمنې انا کوربټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغې او د هغې دریو بچیانو ته رایان کوربټ تیره اونۍ تیلیفون کړې و او د دغې ۱۲ دقیقو تیلیفوني اړیکې وروسته دا کورنۍ د رایان کوربټ د روغتیايي وضعیت په اړه په ژوره توګه اندیښمنه شوې ده.

د سي بي ایس تلویزیوني شبکې ویلي چې د طالبانو د استخباراتو ادارې ورته ویلي چې رایان کوربټ یې د طالبانو د حکومت پر خلاف د اقداماتو له امله نیولی دی.

رایان کوربت چې د بشري مرستو په چارو کې کار کوه د طالبانو له خوا د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې نیول شوی او د هغې نیټې راهیسې پر هغه باندې د کوم جرم د لګیدلو پرته په زندان کې ورځې شپې سبا کوي.

تراوسه د بل نیول شوي امریکايي اوسیدونکي او د نورو بهرنیو اوسیدونکو د هویت په اړه طالبانو رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د طالبانو له خوا د امریکايي وګړو نیول ددغې ډلې سره د امریکا په اړیکو او تعامل په برخه کې یو خنډ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG