د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد پر افغان سولې د بحث لپاره هند ته ځي


ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر افغان سولې د بحث لپار نن دوشنبه هند ولاړ شي.

د ټایمز ـ اف ـ انډیا خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلی خلیلزاد به د افغان سولې له بهیر څخه د هند د ملاتړ راجلبولو او باور فضا رامنځته کولو په هدف د افغان سولې په اړه د وروستیو پرمختګونو راپور له هندي چارواکو سره شریک کړي.

دغه اژانس د دوشنبې په ورځ د«مې پر ۶مه» ویلي چې ښاغلی خلیلزاد به د هند د بهرنیو چارو د وزیرې سوشما سواراج او د نوموړې له مرستیال ویجای ګوګلي سره وګوري.

دا پر افغان سولې د بحث لپاره هند ته د زلمي خلیلزاد دوهم سفر دی، نوموړی تر دې مخکې په جنوري میاشت کې هند ته تللی و.

ښاغلی خلیلزاد پر داسې مهال پر افغان سولې د بحث لپاره هند ته سفر کوي، چې نن دوشنبه په قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ خبرو کې یوه ورځنۍ وقفه راغلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تېره اپرېل میاشت کې ویلي و، چې خلیلزاد به د افغان سولې په اړه د اوم سفر په ترڅ کې، د افغانستان، پاکستان، بریتانې، قطر او روسیې ترڅنګ هند ته هم سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG