د لاس رسي وړ اتصالات

دوحه کې د امریکايي او طالب استازو خبرې بېرته پیلېږي


قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ پنځم دور مذاکرات
قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ پنځم دور مذاکرات

په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرو کې یوه ورځ وقفه راغلې ده.

په دوحه کې د یادو لورو ترمنځ د افغان سولې په اړه شپږم دور مذاکرات تېره چهارشنبه پيل شوي دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه یو ورځنۍ وقفه د روژۍ میاشتې د لومړۍ ورځې د رخصتۍ له امله نن دوشنبه د غوايي پر۱۶مه راغلې، چې بله ورځ به بېرته مذاکرات پيل شي.

هغه ویلي:"خبرې پر دوو مهمو مسلو باندې روانې دي، د روژې میاشتې د لومړۍ ورځې له امله به سبا رخصتي وي، بله ورځ به بېرته پيل شي."

طالبانو له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل او افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول هغه موضوعات بللي، چې دا مهال د دواړو لورو تر منځ ورباندې خبرې روانې دي.

د قطر مرکز دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ مذاکرات چې تېره چهارشنبه پیل شوي طالبانو پکښي د پرمختګ خبر ور کړی دی.

پر همدې مهال په دوحې کې د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات، چې دغه مذاکرات له نژدې څاري وايي، چې د دواړو لورو ترمنځ د یکشنبې ورځې په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ راغلی دی.

هغه ویلي:"په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د دوهمې ورځې مذاکراتو کې دواړو لورو د ۱۳ ساعتونو لپاره سخت کار وکړ چې پرمختګ هم پکې راغلی دی،سبا دوشنبه د روژې میاشتې د لومړۍ ورځې په مناسبت رخصتي ده، چې سې شنبه به بېرته پيل شي."

زلمی خلیلزاد چې د امریکا په استازیتوب د دغو مذاکراتو مشري کوي مخکې ویلي و چې سولې ته د رسېدو لپاره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه ډاډ، بین الافغاني خبرو، سرتاسري اوربند او د تاوتریخوالې پر کمېدو خبرې کېږي.

نوموړي همدارنګه ټینګار کړی و که چیري پر یادو څلورو موضوعاتو موافقه رامنځته نشي، پر بلې هیڅ یوې موضوع به هوکړه ونشي.

XS
SM
MD
LG