د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: د نجونو په زده کړو د طالبانو د حکومت بندیز جاهلانه دی او موقتي نه دی


د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینو کې د نجونو د ګډون مخنیوي ته په غبرګون کې ویلي داسې ښکاري چې د نجونو په زده کړو د طالبانو د حکومت د بندیز پرېکړه موقتي نه دی.

زلمي خلیلزاد، چې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه یې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ‌ د سولې تړون لاسلیک کړ، ویلي چې طالبانو د ژمنو خلاف د هغوی دا پرېکړه «دکتاتورانه او جاهلانه» ده چې په خبره یې د افغانانو کړاو به نور هم زیات او د طالبانو حکومت نور هم منزوي کړي.

زلمي خلیلزاد شنبې جنورۍ ۲۸ (سلواغې اتمه) په خپل ټویټر کې لیکلي دا پرېکړه «غیر اسلامي او د شریعت خلاف» بللې ده.

ښاغلي خلیلزاد همدارنګه ویلي چې د طالب مشرانو په دغې پرېکړې کې د هغو طالب مشرانو نظر هم رد شوی چې د د نجونو لپاره د زده کړو حق غواړي،‌ خو وضاحت یې نه دی ورکړی چې دا پرېکړه کومو طالب مشرانو کړې او کوم طالب مشران د نجونو زده کړې غواړي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزي په وار وار په طالب مشرانو غږ کړی دی چې نجونو ته دې د زده کړو حق ورکړي.

خلیلزاد داسې مهال دا خبرې کوي چې طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت په یو تازه اقدام کې د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې نجونو ته د راتلونکې میلادي میاشتې د کانکور په آزموینه کې د ګډون اجازه ورنکړي.

دا اقدام کوي چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتونونو ته امر وکړ چې تر "بلې خبرتیا پورې" ښځینه محصلینو ته د زده کړو اجازه ورنکړي. تر دې څو ورځې وروسته د طالبانو حکومت په کورنیو او نړیوالو موسساتو کې هم د ښځینه کارکوونکو د کار مخه ونیوله.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په ټول هیواد کې په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه ولګول او نه یوازې یې ښځې په دولتي دفترونو کې د کار کولو څخه منع کړي بلکې په غیر دولتي موسسو کې یې هم د ښځو په کار بندیز ولګاوه.

همداشان طالبانو ښځې او نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو محرومې کړي دي او یوازې تر شپږم ټولګي پورې یې نجونو تعلیم ته اجازه ورکړې ده.

د طالبانو حکومت لخوا د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونه په پراخه کچه غندل شوي او د لغوه کولو غوښتنه یې کړې وه.

تیره اونۍ د افغانستان لپاره د ناروې سفارت شارژدافیر پال کلومان بکر د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدنه کې د ښځو په کار او تعلیم د طالبانو حکومت د بندیز لیري کولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG