د لاس رسي وړ اتصالات

"ځاځی فئشن" نوښت ګڼئ که د فرهنګونو ټکر؟


د نوید الیاس د جامو لومړۍ مجموعه د "فرهنگونو ټکر" نومیده.
د نوید الیاس د جامو لومړۍ مجموعه د "فرهنگونو ټکر" نومیده.

په بهر کې د افغانستان په هکله د جگړې پرته د بل څه تصور ډیر کم کیدای شي. خو نوید الیاس د خپلو ډیزانونو الهام د افغانستان د فرهنگ ښکلا، په سپینو واورو کې د پټو شنوغرونو، او زرغونو دښتو څخه اخیستی او اروپایانو ته يي پیژندلې.

د نوید الیاس د جامو لومړۍ مجموعه د "فرهنگونو ټکر" نومیده چې په لندن کې مینوالو ته وړاندې شوه. نوید خپل دا ډیزاینونه په ډیر خلاقیت د دوو جلا فرهنگونو، افغاني دود جامې او غربي فشن سره گډ کړي دي. نوید اشناتلویزیون سره په خبرو کې وویل چې د جامو دوېمه ننداره يي په لندن کې وه چې د خلکو ډیره خوښه شوه. دریمه ننداره يي بلکل متفاوته وه، ځکه افغاني جامی پکې نه وې. نوید وایي دریمه ننداره د مذهبونو په اړه وه اوغوښتل يي چې د څو مذ‏هبونو تر منځ یو پیوستون رامنځته کړي او پدې کی د ساده ټوټو استفاده کړې وه.

نوید ۱۴ کلن و چې په هالند کې د لویدیځ فرهنگ سره اشنا شو
نوید ۱۴ کلن و چې په هالند کې د لویدیځ فرهنگ سره اشنا شو

نوید په څوارلس کلنۍ کې په هالند کې د لویدیځ فرهنگ سره اشنا شو. هغه برعکس د هغو ځینو ځوانانو چې د دوو فرهنگونو په منځ کې ځانونه ورکوي، ځانته دریمه لاره وموندله. نوید وایي دوستان یي چې راځي اکثره دیزاینران خپلو مشتریانو ته پر میز باندی کار کوي، خو هغه ورسره په ځمکه کښیني.

نوید د کالیو گنډل او ډیزاین کول خپله زده کړي او د خلاقیت نه یي کار اخستی. هغه وایي ډیر جمپرونه، او ځنی کالي يي د پاریس د مود او فیش سره برابر نندارې ته ایښودي او ډیره ساده بڼه یي لرله ځکه خلکو ډير خوښ کړي دي.

نوید غواړي د خپلو ځانگړو ډیزانونو سره نړۍ ته وښي چې افغانستان کې یوازې جگړه، بې وزلي او غربت نشته، رنگ او ښکلا هم لري. د نوید د هر ډیزان تر شا یو کیسه ده. د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې نوید په پاریس کې د فیشن دوېمه ننداره لرله.

نوید د کالیو گنډل او ډیزاین کول خپله زده کړي او د خلاقیت نه یي کار اخستی.
نوید د کالیو گنډل او ډیزاین کول خپله زده کړي او د خلاقیت نه یي کار اخستی.

هغه وایي «که دا کار می په افغانستان کې کړی وای نو بیا خلک وایی دا خو شرم دی او زمونږ کلتور ته تاوان رسوي: نو هماغه و چې ما یوې میرمنې ته یوه لونگۍ په سر کړه. دا کار په افغانستان کې ندی شوی، لونگی د طالبانو نده راپاتې بلکه د افغانانو مهم دود دی چې تاریخي اصل لري»

نوید وایي غواړم چې یو څه موده د ماشومانو لپاره کار وکړم او وگورم چې دوي ته څه کولای شم. دې کار لپاره مې پیسی ټولی کړې دي نو غواړم دا مرسته وکړم. ترڅنگ یی گورم چې که کومه اداره وي چې د ښځو لپاره کار کوي، مثلا خیاطي. داسی چې زه مې ‌ډیزاین او پیسی ورکړم چې دوي یې جوړ کړي او خرڅ یې کړي او پیسی یی غریبو میرمنو ته ورسیږي نو دا به ښه اقدام وي.»

نوید د نرسنګ په څانګه کې زده کړې کړي او د هالند پلازمینې امستردام ښار ته نژدې په یو روغتون کې کار کوي. د ورځې له خوا په فیش ډیزاین بوخت او د شپې لخوا په روغتون کې د ناروغانو پالنه کوي. نوید چې په دې وروستیو کې افغانستان تللی، غواړي په خپلو ډیزاینونو سره د کونډو او یتیمانو لاس نیوي وکړي.

XS
SM
MD
LG