د لاس رسي وړ اتصالات

زیلنسکي: روسیه د جګړې د پای ته رسولو نیت نه لري

د اوکراین ولسمشر ولادومیر زیلنسکي وایي، روسیه لا هم د جګړې د ختمولو اراده نه لري او کیف د نورو احتمالي بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.

زیلنسکي د دوشنبې په ماښام په يو ویډیويي پیغام کې د امریکا په منځګړتوب د روسیې او اوکراین اوربند ته په اشارې وویل، په جبهو کې جګړه روانه وه او هېڅ ډول اوربند نه و. هغه زیاته کړه چې "سوله باید راشي، او موږ همدې هدف ته کار کوو."

د اوکراین ولسمشر دا هم وویل چې د جرمني له دفاع وزیر بورس پستروس سره یې د وسلو د ګډ تولید پر امکاناتو خبرې کړې دي.

بلخوا، کرملین د سې شنبې په ورځ وویل چې د سولې په بهیر کې وروستي پرمختګونه ښيي چې د اوکراین جګړه د پای ته رسېدو خواته روانه ده. د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتري پېسکوف ویلي، مسکو د امریکا د منځګړیتوب د هڅو هرکلی کوي.

پېسکوف زیاته کړه چې که اوکراین او ولسمشر زیلنسکي لازمې پرېکړې وکړي، جګړه هر وخت درېدلی شي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG