د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: روسیې د اوکراین د غلو پر تاسیساتو د توغندیو برید کړی


د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) وویل چې روسیې "په قصدي ډول" په اوکراین کې هغه ځایونه په نښه کړي چې د غلو دانو د صادرولو لپاره کارول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې روسي ځواکونو د دوهمې پرله پسې شپې دپاره د اوکراین د اوډیسا ساحلي سیمې بمبارد کړي دي.

زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې په یو خپاره شوي بیان کې وویل: "روسي ترهګرو په قصدي ډول د غلې دانې زیربناوې په نښه کړي، او د روسیې هر توغندی نه یوازې پر اوکراین، بلکې د نړۍ په هغو کسانو ګوزار دی چې یو عادي او خوندي ژوند غواړي."

اوکرایني مقاماتو وویل چې د اوډیسا او چورنومورسک په بندرونو کې د غلو په ترمینلونو او زیربنا باندې د توغندیو برید شوی او لږ تر لږه ۱۰ ملکي خلک پکې زخمي شوي دي.

روسیې د دوشنبې په ورځ د هغه تړون پای اعلان کړ چې له مخې یې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین غله جات نورې نړۍ ته صادرېدل. د غله جاتو د لېږد دا تړون تیر کال د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب لاسلیک شوی و.

روسیې په عین حال کې د خپل هیواد د غلو او سرې پر صادراتو باندې د غرب د بندیزونو د تاثیراتو په اړه شکایت کړی دی.

د کریملین ویاند دیمیټري پیسکوف وویل: "هر وخت چې د روسیې اړوند د تور سمندرګي د هوکړو برخې عملي شي، روسیه به ډیر ژر د قرار داد عملي کیدو ته ستنه شي."

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې د اوکراین د غلو د صادراتو د تړون د لغوه کېدو له امله به هغه بیوزلي هیوادونه سخت زیانمن شي چې له وړاندې د خوراکي توکو د کمښت سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټیرش وویل: "د نړۍ په کچه په سلګونو میلیونو د لوږې او خوراکي موادو د قیمتونو د لوړوالي له کړکیچ سره لاس او ګریوان انسانان به [ددې تړون د لغوه کېدو] قیمت پرې کوي."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د روسیې پریکړه وغندله او ویې ویل چې د خوراکي توکو بیې له وړاندې لوړې شوې دي.

بلینکن وویل، امریکا به نړیوالو مارکیټونو ته د اوکراین د غلو د لیږد پر بدیلو لارو غور وکړي.

بلینکن زیاته کړه: "ددې په ګډون چې اوکراین وار دمخه د ریل ګاډو او سړکونو له لارې د توکو لیږد پیل کړی دی، خو اړتیا ته په کتو، د هغه څه بدیل پیدا کول چې روسیه اوس له خوړو څخه د وسلې په توګه کار اخلي، ډیره سخته ده."

د "میرسي کور" بشري سازمان کارکوونکې کاټي فلیپس باراسو وایي د روسیې په دې اقدام سره به افریقایي هیوادونه چې له وړاندې اقلیمي بدلونونو اغیزمن کړي، زیانمن شي.

باراسو وویل: "دا یوازې غله جات نه دي چې له اوکراین څخه نه وځي بلکې سره هم چې په پراخه کچه د خوراکي توکو د تولید لپاره ډیره مهمه ده."

په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د لوږي ګواښ زیاتیږي، د سره صلیب نړیوالې کمیتې پر متحدو ایالتونو غږ کړی چې د روانو بشري هڅو څخه خپل ملاتړ ډیر کړي.

د دې مرستندویه سازمان کارکوونکي باب کیچین وویل: "امریکا باید د خپل چک کتابچه راوباسي او ډاډ رامنځ ته کړي ترڅو په هغو هیوادونو کې چې ډیره اړتیا لري، په مالي مرستو سره د خلکو ژوند وژغوري."

اوکرایني چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې د هغوی صادرات به د کریملین د پریکړې په وجه سخت زیانمن شي، خو زیاته کړې یې ده چې نړیوالو مارکیټونو ته د خپلو محصولاتو د لېږد دپاره به پر نورو لارو چارو غور وکړي.

XS
SM
MD
LG