د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې او اوکراین د غله جاتو د صادرولو تړون تمدید کړ


په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړو بیا زور اخیستی، دواړو هېوادونو د تورې بحیرې په لار د غلو دانو د صادراتو تړون تمدید کړ.

متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو د دغې پرېکړې هرکلی کړی او د غله جاتو د صادراتو په اړه یې د لا اطمینان غوښتنه کړې ده. روسیې ګواښ کړی و چې له دغه تړون څخه به ووځي.

اوکراین په نړۍ کې د غنمو لوی صادروونکی هېواد بلل کېږي چې د روسیې د یرغل څخه وروسته دا صادرات زیانمن شوي او ورسره په نړۍ کې د غلو دانو قیمتونه هم لوړ شوي‌.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې د کیف او مسکو ترمنځ د غلو دانو د صادراتو په تړون کې مهم رول لوبولی، د دوو نورو میاشتو لپاره د تړون د غځېدو اعلان وکړ. هغه وايي چې روسیې موافقه کړې د اوکراین له دوو بندرونو څخه به د تلونکو بېړیو مخه نه نیسي.

فرانس پرس د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش له خولې لیکلي دي: «دا تړونونه د نړۍ د غذايي مصونیت لپاره مهم دي. د اوکراین او روسیې تولیدات نړۍ تغذیه کوي. هیله لرم چې د دغه ابتګار د پراخولو، غځولو او پرمختګ لپاره یوې هر اړخیزې موافقې ته ورسېږو.»

روسیې څو ځلې ګواښ کړی و چې له دغه تړون څخه به، چې د مۍ په ۱۸ پای ته ورسېده، ووځي. د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (غوايي۲۸) یې هم تړون د عملي کېدو څرنګوالی وغنده.

اوکراین وايي روسیه یې بېړۍ نه ثبتوي او ډېرې پلټنې کوي او په دې توګه یې عملآ د بېړیو د تګ مخه نیسي.

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت د شورا مشاور جیک سولیوان وویل «دا ښه خبره ده چې [تړون] وغځول شو،» خو په وینا یې روسیې آن د تمدید د شېبې په مهال هم له بېلا بېلو لارو د تړون یرغمل نیول روان ساتلي وو.

په همدې حال کې، د اوکراین د بخموت د سیمې د کنترول لپاره جګړو زور اخیستی دی. اوکراین هلې ځلې کوي چې د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې د روسیې له یرغل وروسته د روسیې له لورې نیول شوې سیمې بېرته ونیسي.

XS
SM
MD
LG