د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: روسانو د کیف شاوخوا سیمې په ماینونو ډکې کړي


پداسې حال کې چې روسي ځواکونه د اوکراین د پلازمینې کیف له شاوخوا څخه په شا شوي د اوکراین ولسمشر د شنبې په ورځ اپریل دوهمه (وري ۱۳) ولس ته خبرداری ورکړ چې روسي ځواکونو د وتلو پر مهال د خلکو د کورونو او کښتونو په ګډون په ټوله سیمه کې ماینونه خښ کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دا خبرداری پداسې حال کې ورکړی چې په محاصره شوي ماریوپول ښار کې بشري کړکیچ نور هم جدي شوی او روسي ځواکونو د دوهمې پرله پسې ورځې لپاره د خلکو د تخلیې مخه نیولې ده.

نړیوال سره صلیب د جمعې په ورځ وویل چې د ماریوپول ښار څخه خلک په بسونو کې نشي تخلیه کولای. د ښار مقامات وایي روسانو لارې بندې کړي دي.

له بلې خوا کریملین تور لګولی چې اوکرایني هلیکوپتر په روسیه کې دننه د تیلو پر یوې زیرمې برید کړی، اوکراین دا خبر رد کړی، خو که د مسکو ادعا تائید شي، دا به په روانه جګړه کې د اوکرایني الوتکې لومړی برید وي چې د روسیې هوایي حریم کې نفوذ کوي.

د کریملین ویاند دیمتري پسکوف د اوکرایني الوتکې د برید په اړه وویل چې: «مطمینا دا هغه څه ندي چې د خبرو د دوام لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي.»

پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل نه پنځه اونۍ وروسته روسیې د کیف له شاوخوا څخه خپل یو شمیر ځواکونه وروسته له هغې وایستل چې تیره اونۍ یې اعلان وکړ چې د اوکراین د پلازمینې کیف په شاوخوا او په شمالي ښار چرنیحیف کې خپل پوځي حضور راکموي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ولس ته په یو ویدیویي پیغام کې له سیمې څخه د روسي ځواکونو د وتلو وروسته د خطرونو په اړه د خبرداري په ترڅ کې وویل چې: «دوی [د روسیې پوځ] ټوله سیمه کې ماینونه ایښي. دوی په کورونو کې ماینونه ایښي، په وسایلو کې یې ایښي، حتی د هغو کسانو په جسدونو کې چې وژل شوي.»

د اوکراین پوځ وایي په کیف او چرنیحیف کې یې ۲۹ سیمې بریته نیولي دي. خو بیا هم اوکراین او متجدین یې خبرداری ورکوي چې کریملین جګړه نه محدودوي چې د مذاکراتو پر میز باور رامنځته کړي بلکې پر ځای یې خپل ځواکونه د اوکراین ختیځ ته لیږدوي.

د دوی پر وینا د ځواکونو ددې خوځښت نه ښکاري چې د دنباس په روسي ژبې سیمې باندې چې د ماریوپول ښار کې شامل دی، د یو جدي برید لپاره تیاری نیسي.

خو ښاغلي زیلینسکي د سختې جګړې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې: «مونږ حتی د نورې فعالې دفاع لپاره تیاری نیسو.»

داسې اټکل کیږي چې شاوخوا ۱۰۰زره کسان لاهم په ماریوپول ښار کې پاته دي. د جګړې دمخه پدې ښار کې ۴۳۰زره کسان اوسیدل.

XS
SM
MD
LG