د لاس رسي وړ اتصالات

بسینت: که دموکراتان د استازو خونې کې اکثریت هم شي، د ولسشمر ټرمپ د اجنډا مخه نه شي نیولای

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بسینت
د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بسینت

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بسینت وایي که د استازو خونې کې دموکراتان اکثریت هم شي، د ولسمشر ټرمپ د اجنډا د مخنیوي په اړه کوم کار نه شی کولای.

سکاټ بسینت د «2Way TV» په نوم له تلویزوني شبکې سره په مرکې کې وویل چې «فکر کوم ډېر کم کار به یې له لاسه» وشي.

نوموړي د ولسمشر ټرمپ له لوري په بهرنیو توکو باندې د لوړو مالیو د لګولو په اړه د دموکراتانو مخالفت ته په اشارې وویل: «موږ د تعرفو په اړه له قوي اختیاراتو برخمن یو.»

ولسمشر ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته متحدو ایالتونو ته د لسګونو هېوادونو په صادراتو باندې لوړې تعرفې ولګولې.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې متحدو ایالتونو امریکا ته د شاوخوا ۶۰ هېوادونو په وارداتو باندې نوې تعرفې ولګولې.

امریکايي مقامات وايي چې دغو تجارتي شریکانو یې د اجباري کار په تولیداتو باندې د بندیزونو په لګولو کې کافي کار نه دی کړی. نوې تعرفې د ۱۰ فیصدو څخه نیولې تر ۱۲.۵ فیصدو پورې دي.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکات بسینت داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د نومبر په درېیمه نېټه په متحدو ایالتونو کې منځمهاله ټاکنې کېږي، دا مهال په دواړو د استازو خونې او سنا کې جمهوریت غوښتونکي اکثریت دي، او دموکراتان هڅه کوي، چې په دغو دواړو ځایونو او یا په یو کې یې اکثریت ترلاسه کړي.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG