ملګري ملتونه: تیر یو کال افغانستان کې ۷۰۰زره کاري فرصتونه له منځه تللي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د تیر کال د اګست میاشتې څخه بیا تر دا مهاله د افغانستان اقتصاد کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی او ۷۰۰زره کاري فرصتونه له منځه تللي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر عبدالله الدرداري د یکشنبې په ورځ ۳۱ جولای (زمری نهمه) د خلیج فارس هیوادونو د همکاریو شورا (GCC) غونډې ته په یو ویډیوي پیغام کې وویل چې د تیر کال د اګست میاشتې مخکې پر افغانستان د طالبانو بیا حاکمیت او کرونا ویروس خپرېدو له امله په دغه هیواد کې د فقر کچه ۷۰ سلنه زیاته شوې ده.

هغه وویل: "اوس مهال موږ په (افغانستان) کې له یو نړیوال فقر سره مخامخ یو چې د هغه کچه څه باندې ۹۰ سلنه ده، خو ددغه هیواد وضعیت نا هیلې کوونکی نه دی."

ښاغلي الدرداري تائید کړه چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په دغه هیواد کې د ټولنیزو فعالیتونو له لارې د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه کېدو لپاره بېلابېل پروګرامونه په کار اچولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر د فارس خلیج هیوادونو ته په خطاب کې وویل: "موږ غواړو چې ستاسو سره د افغانستان لپاره د خصوصي سکتور په مشرۍ د ودې ستراتیژۍ د بنسټ ایښدونکي په توګه کار وکړو. چیرته چې موږ د ټولنې ملاتړ کوو، چیرته چې موږ د ارزښتونو ملاتړ کوو، له کرنې څخه د صادراتو تر پروسس پورې."

د الدرداري په خبره، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په افغانستان کې د سوداګریزو اسانتیاو، د سوداګرۍ د مالیې تامینولو او سوداګریزو اطلاعاتو په برخه کې کار کوي.

هغه ټينګار وکړ: "افغانستان اړتیا لري چې تر ۲۰۳۰ کال پوري ۱۲ میلیون کاري مصروفیتونه ورته پیدا شي... موږ باور لرو چې د دغه ستراتیژۍ له لارې به تر راتلونکو کلونو پوري په افغانستان کې دوه میلیون کسانو نر او ښځو ته د کار زمینه برابره شي."

ښاغلي الدرداري له افغانستان سره د فارس خلیج هیوادونو کلتوري اړیکو ته په کتو، له هغوی وغوښتل چې له عصري اقتصادي موډلونو څخه په استفادې له افغانستان سره د اقتصادي ودې په برخه کې همکاري وکړي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت او له دغه هیواد سره د بهرنیو مرستو په کمېدو سره، دغه هیواد له اقتصادي کړکېچ سره مخ شوی دی. د طالبانو د پالیسو په اساس اکثریت ښځې بیکاره کړای شوي دي چې په هغوی کې ځنې یې خپلو کورنیو د ژوند د لومړنیو امکاناتو برابرونکي دي.

د امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۲۱ کال د اګست تر پنځلسمې وروسته پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته، د دغه هیواد شاوخوا ۹ میلیارډه ډالر پانګه کنګل کړه، هغه اقدام چې د دغه جنګ ځپلي هیواد اقتصادي وضعیت یې نور هم خراب کړ.

په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وویل چې په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیون خلک غذايي خوندیتوب نلري او څه باندې ۹۰ سلنه افغانان غذايي مرستو ته اړتیا لري.