د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د غالیو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د نوي لمریز کاله پیل سره سم، په کابل کې په ۱۲۰ غرفو کې د غالیو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د دغه ننداتون تر سره کوونکي محمد آصف یعقوبي نن سه شنبه مارچ ۲۲ (ورې دوهمه) امریکا غږ ته وویل چې له دغه نندارتون څخه یې هدف د غالیو صنعت ته د چارواکو او خلکو د توجه جلبول دي.

ښاغلي یعقوبي زیاته کړه چې د هوايي دهلېزونو په بندېدو سره، د غالیو په صادراتو کې کموالی راغلی دی: "له دغه ځای (افغانستان) څخه اروپا او امریکا ته مخامخ پروازونه نسته،هر وخت چې د هوانوردي لوی شرکتونه دلته راشي، بیا کولی شو چې له کابل څخه امریکا او اروپا ته واستوم."

د تیر کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له کابل څخه دامریکا متحده ایالاتو، اروپا، متحده عربي اماراتو، چین او منځنۍ اسیا ته هوايي دهلېزونه بند شول.

خو ښاغلي یعقوبي وویل چې اوس یوازې د پاکستان او ترکمنستان له لارې اروپا ته صادریږي.

د غالیو د یوه صادراتي شرکت مسؤل نصرت الله فروتن امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې د سیاسي تحوالاتو اواقتصادي بحران وروسته د غالیو بازار له رکود سره مخ شوی دی.

ښاغلي فروتن زیاته کړه چې د دوی د شرکت صادرات ۸۰ سلنه کم شوي دي او په داخلي بازارونو کې هم خلک د اقتصادي ستونزو له امله نشي اخیستلی.

هغه وویل: "خلک بېکاره دي او عاید نلري، د دې توان نلري چې زموږ وطني غالۍ واخلي. مخکې ښه وو،هر چا کار کوی، خلکو کولای شوای له خپلو لاسي صنایعو څخه یې استفاده کړې وای."

پر همدې مهال د غالیو صادراتي شرکتونه د مالي او فني ملاتړ نشتوالی، د موادو د بیو زیاتوالی،نړیوال بازار ته نه لاس رسی، د خامو موادو کمبود او ټیټ کیفیت، د غالیو اوبدلو د ځانګړو پارکونو نشتوالی، د افغانستان د صنایعو په وړاندې د ګاونډیو هیوادونو سیاستونه او پخپلو نومونو د افغانستان د غالیو صادرول په دغه برخه کې له مهمو ستونزو څخه یادوي.

خو د غالیو د صادراتو د نشتوالي سربیره په افغانستان کې د غالیو تولید کې زیاتوالی راغلی دی.د غالیو اوبدلو ټولنې ارقام ښيي چې په ۱۴۰۰ کال کې ۹۰۰زره مترمربع قالینې په افغانستان کې تولید شوي دي،په داسې حال کې چې تیر کال دغه ارقام ۷۰۰زره مترمربع و.

XS
SM
MD
LG