د کډوالۍ نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ ( فبرورۍ ۲۶) په یوه راپور کې وویل چې ۲۰۲۵ کال کې د کډوالۍپه لارو ۷۶۶۷ تنه مړه یا تري تم شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د نوې احصایې له مخې په ۲۰۲۵ کې د مهاجرت لپاره په لارو کې له ۱۵۰۰ څخه ډیر افغانان مړه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې ۲۰۲۵ کال کې په اوسط ډول هره ورځ ۲۱ کډوال مړه شوي دي.
په دوی کې ۳۰۰۰ کسان د اسیا یاد شوي چې شاوخوا ۱۵۴۰ تنه یې افغانان دي.
اسیا په ۲۰۲۵ کال کې د ۳،۰۰۰ څخه ډیر د مهاجرینو مړي ثبت کړي، چې دا یې د تر ټولو لوړې کچې مړینې سیمه بللې ده. دا لوړ شمیر د اسیایي مهاجرتي لارو په اوږدو کې د درېیم کال لپاره د تلفاتو زیاتوالی ښيي.
ډیری خلک په خپلو هیوادونو کې د ناامنیو، اقتصادي سقوط، او محدودو فرصتونو څخه د تېښتې لپاره نورو ملکونو ته مخه کوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان مشرې ایمي پوپ ویلي، د کډوالۍ په لارو دغه مرګونې پیښې یوه نړیواله ناکامي ده او په خبره یې نه شي کیدای چې عادي چاره یې وګڼو.
هغې ټینګار وکړ چې کله خوندي مهاجرتي لارې شتون ونه لري، خلک د قاچاق کونکو څخه کار اخلي او د انسانانو د تجارت دپآره د ناوړه ګټې اخیستن هدف ګرځي. دغه اداره د قانوني لارو پراخولو، د زیانمنو مهاجرو لپاره د قوي خوندیتوب، او د جنایي قاچاقي شبکو د له منځه وړلو عد اجل اقدام غوښتنه کوي.
که څه هم په ځینو سیمو کې د مړو د راپورونو کموالی ثبت شوی، حقیقي شمېر احتمالاً ډیر لوړ دی.
یوازې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې، په مدیترانې کې ۶۰۶ د مهاجرو مړي ثبت شوي حتی که څه هم ایټالیا ته د راتګ شمیر په ډراماتیک ډول کم شوی دی.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې پیغام روښانه دی: د ژوند ژغورل باید د ګډ نړیوال مسؤولیت پاتې شي او پرته له خوندي، منظم لارو، زیانمن خلک به هرڅه خطر ته مخامخ کړي.