د روغتیا نړیوال سازمان د خپلې تېرې میاشتې (جولاي) په راپور کې وايي چې په افغانستان کې موسمي ناروغۍ او په ځانګړي ډول نس ناستې، تنفسي ناروغۍ، ډینګې تبه، شره او د کرونا پېښې زیاتې شوې چې له کبله یې څه باندې ۲۰۰ کسان مړه شوي دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې یوازې تیره میاشت د شدیدو تنفسي ناروغیو او سینه بغل له کبله د ۱۹۸ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی. راپور وايي چې د جولای په میاشت کې د شدیدې تنفسي ناروغۍ او سینه بغل څه باندې ۷۸زره پېښې ثبت شوې دي.
د دغه سازمان راپور وايي چې په همدې مودې کې د کانګو وینې بهېدونکې تبې ۳۰۲ مشکوکې پېښې ثبتې شوې او له همدې کبله نهه کسان مړه شوي دي.
راپور وايي چې د جون په میاشت کې د نسې ناستې ۱۸ زره او ۲۳۲ پېښې ثبتې شوې او له کبله یې ۱۴ تنه مړه شوي دي. دا د دغې ناروغۍ اړوندو پېښو کې ۳۱.۶ سلنه زیاتوالی ښيي، چې یو علت یې کلنی موسم بلل کېږي.
د ډینګي تبې ۴۷۳ مشکوکې پېښې هم ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې په جون کې ۲۵۵ مشکوکې پېښې وې. دا د یوې میاشتې په موده کې ۸۵ اعشاریه ۵ سلنه زیاتوالی دی. له جنوري ۲۰۲۶ راهیسې د ډینګي تبې له امله د مړینې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.
د راپور په اساس، شري ناروغۍ ۲ زره او ۵۶۲ مشکوکې پېښې او ۹ مړینې ثبت شوې دي. په جون کې ۲ زره او ۴۱۴ پېښې او ۱۱ مړینې ثبت شوې وې. د مشکوکو پېښو شمېر ۶ اعشاریه ۱ سلنه لوړ شوی دی.
د کووېډ-۱۹ په برخه کې ۱۵۶ تایید شوې پېښې ثبت شوې، چې د جون د ۸۷ پېښو په پرتله ۷۹ اعشاریه ۳ سلنه زیاتوالی ښيي. له جنوري ۲۰۲۶ راهیسې د کووېډ-۱۹ له امله د مړینې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.
په ټوله کې، راپور ښيي چې په جولای کې د یو شمېر موسمي ناروغیو، په ځانګړي ډول نس ناستې، تنفسي ناروغیو، ډینګي، شري او کووېډ-۱۹ پېښې زیاتې شوې دي؛ خو د کانګو تبې مشکوکې پېښې د تېرې میاشتې په پرتله د پام وړ کمې شوې دي. روغتیايي څارنه او د ناروغیو پر وړاندې چمتووالی لا هم مهم بلل کېږي.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي دي چې د روغتیايي خدمتونو لپاره یې ۳۸۰ روغتیايي کارکوونکي روزلي او ۲۴۰ روغتیايي مرستې وېشلې دي.