په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی، یوناما، په خپل تازه راپور کې وايي چې د افغانستان د لسیزو وسلهوالو جګړو قربانیان لا هم له ژورو فزیکي، رواني، ټولنیزو او اقتصادي اغېزو سره مخ دي او ډېری یې عدالت، کافي ملاتړ او د اوښتو زیانونو منلو ته لاسرسی نه لري.
د یوناما راپور تر ډېره له ۲۰۰۱ کال څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې، واک ته د طالبانو تر رسېدو پورې، د وسلهوالو جګړو پر اغېزو تمرکز کوي. دغه راپور د جګړې له ۱۹۵ قربانیانو او د هغوی له خپلوانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.
۹۵ سلنه قربانیان له رواني اغېزو کړېږي
د راپور له مخې، ۹۵ سلنه مرکه شویو کسانو ویلي چې له عاطفي یا رواني زیانونو سره مخ دي، چې خپګان، اضطراب، د تېرو دردناکو پېښو بیا یادېدل او د ټروما نورې نښې پکې شاملې دي. همدارنګه ۵۸ سلنه مرکه شویو کسانو ویلي چې د جګړې له امله یې فزیکي زیان لیدلی او ګڼ شمېر یې لا هم له مزمنو دردونو او د ټپونو له امله له رامنځته شویو معلولیتونو سره ژوند کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې او د یوناما سرپرستې، جورجیټ ګانیون ویلي، له قربانیانو سره شوې مرکې ښيي چې په افغان ټولنه کې د جګړې له امله رامنځته شوې «ټولیزې رواني صدمې» څومره ژورې او پراخې دي. هغې ټینګار کړی چې د قربانیانو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره باید هغوی ته اوښتي زیانونه ومنل شي او د قربانیانو غږونه او حقونه د راتلونکو اقداماتو په محور کې وي.
اقتصادي ستونزې او عدالت ته محدود لاسرسی
قربانیانو یوناما ته ویلي چې ډېری یې د درملنې لګښتونه، د ویجاړو شویو کورونو بیارغونه او د خپلو کورنیو مالي ملاتړ نه شي برابرولی. راپور وايي، په جګړه کې کونډې شوې په ځانګړي ډول له اقتصادي ناامنۍ سره مخ دي، ځکه د افغانستان برحاله چارواکو پر ښځو داسې محدودیتونه لګولي چې کار ته یې لاسرسی محدودوي. د راپور له مخې، ۵۵ سلنه مرکه شویو کسانو د عدالت، خسارې جبران یا د حقونو د احقاق لپاره هېڅ هڅه نه ده کړې. ډېرو ویلي چې باور یې نه درلود اندېښنې به یې جدي ونیول شي او یا یې د غچ اخیستنې وېره لرله. له هغو کسانو څخه چې د جبران یا مرستې ترلاسه کولو هڅه یې کړې، ۶۴ سلنه ویلي چې هڅې یې بې پایلې پاتې شوې دي.
قربانیان څه غواړي؟
کله چې له قربانیانو د هغوی د اړتیاوو په اړه پوښتنه شوې، ۸۱ سلنې مالي جبران، ۴۸ سلنه عدالت ته لاسرسی او ۴۷ سلنه د ورته پېښو د بیا تکرار د مخنیوي اقدامات مهم بللي دي. یوناما د افغانستان د لسیزو جګړو د پاتې اغېزو د حل لپاره د داسې هر اړخیزې تګلارې غوښتنه کړې چې قربانیان یې په محور کې وي.
راپور له ټولو هغو اړخونو چې د جګړې له امله مسوولیت لري، غواړي د حساب ورکولو له هڅو ملاتړ وکړي او د قربانیانو د حقونو او اړتیاوو د پوره کولو لپاره اقدامات وکړي. یوناما همدارنګه له برحاله چارواکو غوښتي چې د قربانیانو د زیانونو د جبران او ملاتړ لپاره هر اړخیز پروګرامونه رامنځته کړي او له غړو هېوادونو یې غوښتنه کړې چې افغانستان ته بشري مرستې د جګړې د قربانیانو د لومړیتوبونو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره برابرې کړي.