یونسف: میلیونونه افغان ماشومان له جدي خوارځواکۍ سره مخ  دي

یونسف:په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت لا پسې خراب شوی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف، په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت لا پسې خراب شوی او ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ (سوء تغذیه) سره مخامخ دي.

د یونیسف د اګست میاشتې د بشري وضعیت د راپور له مخې، په دغو ماشومانو کې شاوخوا یو میلیون یې له جدي خوارځواکۍ سره مخ دي چې ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کوي. په راپور کې ویل شوي چې له شدیدې خوارځواکۍ سره د مخ ماشومانو شاوخوا ۸۳ سلنه یې تر دوو کلونو کم عمر لري.
یونیسف وايي، د غذا کموالي د خوارځواکۍ له مهمو عواملو څخه ده. د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او سپټمبر ترمنځ شاوخوا ۱۳.۸ میلیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس ۲۸ سلنه جوړوي، د خوړو له جدي کموالي او عدم مصونیت سره مخ دي؛ له دې ډلې ۲.۹ میلیونه کسان د خوړو د ناامنۍ په بېړني پړاو کې دي.

میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري
د یونیسف د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې ۱۱.۶ میلیونه یې ماشومان دي. همدارنګه ۱۴.۴ میلیونه کسان روغتیايي بشري مرستو ته اړتیا لري.
راپور وايي، خوارځواکي او د خوړو عدم مصونیت، طبیعي پېښې، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو پراخ راستنېدل او د ناروغیو خپرېدل د افغانستان پر وړاندې له مهمو بشري ننګونو څخه دي. په اګست میاشت کې ناڅاپي سېلابونو هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته زیانونه اړولي دي. د یونیسف د راپور له مخې، یوازې د نورستان په برګ مټال ولسوالۍ کې د اګست په درېیمه سېلاب ۱۹۱ کورونه اغېزمن کړل او سړکونو، پلونو، کرنیزو ځمکو او د اوبو رسولو شبکو ته یې زیان ورساوه.
تر دې وړاندې په پارون ولسوالۍ کې سېلابونو ۲۴ کسان وژلي او ۱۲۵ نور یې ټپیان کړي وو او ۱۲۰ کورونه یې ویجاړ یا زیانمن کړي وو. په مرکزي سیمه کې په نهو ولایتونو کې سېلابونو ۲،۰۵۷ کسان او ۳۱۶ کورونه اغېزمن کړي او ۱۷ ښوونځیو ته یې زیان رسولی دی. f
روغتیايي خدمتونه او د کولرا پېښې
یونیسف وايي، د اګست په میاشت کې یې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ۶.۶ میلیونه کسانو ته د ۲،۳۹۰ ثابتو او ۱۶ ګرځنده روغتیايي مرکزونو له لارې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پروګرامونو حمایت کړی دی. راپور همدارنګه د ساري ناروغیو په اړه اندېښنه ښيي. د اګست تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې د کولرا ۳۰۹ لابراتواري تایید شوې پېښې ثبت شوې وې چې ۲۸۹ یې یوازې په ننګرهار کې وې. یونیسف د ناپاکو اوبو، کمزوري حفظ‌ الصحې، د سېلابونو له امله د اوبو ککړتیا او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي یادونه د ناروغۍ د خپرېدو له مهمو عواملو څخه کړې ده.
پاکو اوبو ته لاسرسی
یونیسف وايي، د اګست په میاشت کې یې ۱۴۹ زره او ۴۷۶ کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې او ۱۳۵ زره او ۱۶۴ کسانو د حفظ‌الصحې لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی موندلی دی. دغه راز، ۴۳۳ زره او ۵۶۸ کسانو ته د تغذیې، واکسین، ناروغیو د مخنیوي، رواني روغتیا، حفظ‌الصحې او د اوبلنو نس‌ناستو د مخنیوي په اړه حیاتي معلومات رسول شوي دي.
یونیسف د افغانستان لپاره په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۹۴۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ښودلې، خو د اګست تر ۳۱مې پورې د دې غوښتنې یوازې ۴۸ سلنه تمویل شوې وه.
راپور خبرداری ورکوي چې د بودجې کمښت د بشري مرستو پر رسولو مستقیم اغېز کړی؛ ځینې مرکزونه او خدمات تړل شوي، د مرستو جغرافیایي پوښښ محدود شوی او د اړینو توکو د رسولو لړۍ هم له خنډونو سره مخ شوې ده.