د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او همپالنۍ" انتخاباتي ډلې لسګونو پلویانو په بغلان کې لاریون کړی او د کابل – شمال لویه لاره یې په موقتي ډول تړلې ده.
دغو اعتراض کوونکو د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتي، چې ۳۰۰زره "اختلافي" رایې باطلې کړي.
د ننګیالي په نوم یو اعتراض کوونکي امریکا غږ ته وویل، که د انتخاباتو کمېسیون د دوی غوښتنې عملي نه کړي، د خپلو اعتراضونو لمن به لا پسې پراخه کړي.
هغه زیاته کړه: "کمېسییون باید لومړی درې سوه زره رایې باطلې کړي، چې له دې کار سره به تقلبي او غیر تقلبي رایې جلا شي".
د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت امریکا غږ ته وویل، چې لاریون په سولهییز ډول نن له غرمې مخکې پای ته ورسېد او د کابل – شمال لویه لاره د موټرو په مخ پرانیستل شوې ده.
د کابل او شمال ترمنځ لویه لاره د بغلان ولایت د پلخمري ښار څخه تېرېږي او اته شمالي ولایتونه د افغانستان له مرکز سره نښلوي.
د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون تر اوسه د دغو معترضینو د غوښتنو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو دغه کمېسیون د جمعې په ورځ په کابل کې د ثبات او همپالنۍ انتخاباتي ډلې د لاریون په غبرګون کې ویلي وو، چې د ټولو رایو د تفتیش او بیا شمېرنې پرته کمېسیون رایې باطلولی نه شي.
په کابل او ولایتونو کې دا اعتراضونه په داسې حال کې کېږي، چې د ثبات او همپالنۍ انتخاباتي ډلې په ګډون یو شمېر کاندیدانو د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې له پروسې سره مخالفت ښودلی او په اوو ولایتونو کې د انتخاباتو د کمېسیون دفترونه تړلي دي.