غني: افغانان تحمیلي سوله نه مني

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني وايي چې حکومت یې د سولې لپاره څرګنده سیاسي اراده لري، خو هیڅ څوک نشي کولی چې پر افغانانو تحمیلي سوله ومني.

ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ د جولای په اتمه (چنګاښ ۱۸) په کاپیسا ولایت کې یوې غونډې ته وویل چې د سولې په اړه په ملي کچه اجماع شته او حکومت یې هڅه کوي چې په دې برخه کې سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع هم رامنځ ته کړي.

هغه زیاته کړه چې په جمهوري نظام کې د طالبانو راجذبول د حکومت دنده ده او دا کار به ترسره کړي، خو ټینګار یې وکړ چې د سولې په تړاو وروستۍ پرېکړه به افغانان کوي.

ښاغلي غني وویل: "خو باید پوه شئ چې د سولې وروستۍ پرېکړه خلک کوي، په دې خلکو څوک په زور څه تحمیلولی شي؟...په دې اساس باید وضاحت ولرو چې موږ د سولې په برخه کې په اجماع او په تدبیر سره کار کوو".

د افغانستان د جمهور رئيس پر وینا د داسې سولې په لټه کې نه دی چې د دې هېواد د ویجاړېدو لامل شي.

جمهور رئیس غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې روانه اونۍ کابل د سولې په اړه د اجماع د رامنځ ته کولو لپاره د درېیو سیمه‌ییزو او نړیوالو کنفرانسونو کوربتوب کوي.

لومړنی کنفرانس د سیمې د ۲۰ هېوادونو، نړیوالو بنسټونو او امریکا په ګډون د دوشنبې په ورځ جوړ شو، چې په کې په بیړني ډول د طالبانو د تاوتریخوالي پر کمېدو، د بشردوستانه اوربند پر ټینګېدو او د بین‌الافغاني مذاکراتو پر پیلېدو ټینګار وشو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کنفرانس ګډونوالو د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړ.

دغه راز د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه هم پرون د سې‌شنبې په ورځ ترسره شوه. په دې غونډه کې درې‌واړو هېوادونو له امریکا او ناټو څخه غوښتي چې خپل ځواکونه په مسولانه ډول له افغانستان څخه وباسي.

همداشان اسلام‌آباد او بیجینګ په دې غونډه کې له طالبانو څخه وغوښتل چې د تاوتریخوالي په کمولو سره د سولې مخامخ خبرو د پیلېدو زمینه برابره کړي.

په عین حال کې ټاکل شوې چې سبا د پنجشنبې په ورځ د افغان سولې په تړاو د نړیوالې اجماع د رامنځ ته کولو په تړاو د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وویل چې په دې غونډه کې به د تاوتریخوالي پر کمېدو، سراسري اوربند، بین‌الافغاني خبرو او د زندانیانو پر تبادلې بحثونه وشي.