د لاس رسي وړ اتصالات

غني د سیمې هېوادونو ته: د طالبانو جګړه د سولې په اړه ملي‌ اجماع زیانمنوي


دا غونډه د افغان حکومت په کوربتوب پیل شوه
دا غونډه د افغان حکومت په کوربتوب پیل شوه

په افغانستان کې د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا غونډه د افغان حکومت په کوربتوب دسیمې د هېوادونو په ګډون پیل شوه.

غونډه د دوشنبې په ورځ جولاۍ شپږمه (چنګاښ۱۶) د ویدیو کنفرانس له لارې پیل شوه. ولسشمر محمد اشرف غني د غونډې په پرانېستونکې وینا کې وویل چې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي‌ او که "طالبان جګړه روانه وساتي، د سولې هلې ځلې له جدي ستونزو سره مخامخیږي."

د ارګ اعلامیه وايي چې ښاغلي غني د غونډې ګډونوالو ته وویل چې افغان حکومت د جګړې ختمولو لپاره سیاسي اراده او ظرفیت لري او "طالبانو ته مو یوه سیاسي حل لاره وړاندې کړې ده چې له تاوتریخوالي لاس واخلي. "

هغه وویل چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره نړیواله او سیمه ییزه اجماع موجوده ده او د سیمې او ګاونډیو قوي ملاتړ به افغانستان سره مرسته وکړي چې د سولې هدف ته ورسیږي.

ښاغلي‌ غني‌ همدغه راز د افغانستان د «ثابت قدم» ملګرې په توګه د امریکا څخه مننه وکړه چې د افغانستان د سولې لپاره یې په ګډه د سیمه ییز او نړیوالې اجماع لپاره هلې ځلې کړي دي.

څو ورځې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني‌ د افغانستان د ملي تلویزون سره په یوې مرکې وویل چې د افغانستان د سولې لپاره "ملي،‌ سیمه ییزه، نړیواله او د اسلامي‌ هېوادونو اجماع" ته ضرورت دی. هغه وویل چې د افغانستان قضیه ډېره پیچلې ده او ډېر اړخونه لري.

بین الافغاني مذاکرت

د افغان حکومت په کوربتوب داسې مهال د سیمې د شل هېوادونو دا غونډه جوړیږي چې ټاکل شوې چې طالبانو سره بین الافغاني مذاکرات هم ژر پیل شي.

ښاغلي غني وویل چې دغه مذاکرات به ښايي په قطر کې پیل شي او بیا څو نورو هېوادونو کې یې نورې غونډې وشي.

امریکا د روان کال د فبرورۍ په ۲۸ له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړي چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده تاریخي جګړه ختمه شي. د تړون له مخې افغان حکومت به ۵۰۰۰ طالب بندیان ازادوي او طالبان به ۱۰۰۰ افغان سرتېري خوشي کوي او بیا به بین الافغاني مذاکرات پيلیږي.

د افغانستان د ملي‌ امنیت شورا وايي چې د طالبانو له لورې د ۵۰۰۰ کسانو په ورسپارل شوي لست کې ۶۰۰ هغه کسان دي چې د غلا، قتل، فساد او قاچاق دوسیې لري او افغان حکومت هغوی نه خوشې کوي.

د سیمه اییز اجماع د غونډې مشري د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر کوي چې د یوې اعلامیې په خپرولو سره به ختمه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې په غونډه کې د ۱۸ هېوادونو استازي، د امریکا او د اسلامي همکاریو او ملګرو ملتونو د سازمانونو استازي برخه ولري.

د تاوتریخوالي په اړه اندېښنې

له دې سره هم‌مهاله په کابل کې د برتانیې سفارت په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه ښودلې او په یوې اعلامیې کې ویلي چې طالبان باید د سولې په تړاو خپل جديت وښيي.

د دغه سفارت په اعلامیې کې راغلي: "مونږ په طالبانو غږ کوو چې د افغانانو غوښتنو ته غوږ ونیسي، د سولې په اړه جدیت وښایي، او د تاوتریخوالي کچه را کمه کړي".

په کابل کې د برتانیې سفارت ویلي چې تاوتریخوالی او بریدونه د لا ډېرې ناامنۍ فضا د رامنځ ته کېدو لامل کېږي او د سولې هڅې او باور ته زیان رسوي.

دغه سفارت په افغانستان کې له ښکیلو خواو څخه غوښتي چې ژر جګړه ودروي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

تیره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) هم په یوې اعلامیې کې د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواو څخه وغوښتل چې خپلې هڅې د تاوتریخوالي پر کمولو متمرکزې کړي او تلپاتې اوربند ته د رسېدو لپاره له زغم کار واخلي.

XS
SM
MD
LG