په فلیپین کې زرګونو موټر سایکل سپرو مظاهره وکړه

حکومت وايي چې ډېر مجرمین د جرم پر مهال له موټر سایکل څخه کار اخلي

په فلیپین کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ موټر سایکل سپرو د حکومت د هغه اقدام پر ضد مظاهره کړې چې له دوی غواړي د خپلو موټر سایکلونو نمبر پلیټونه دې غټ کړي.

د فلیپين په مرکز مانیلا کې د یکشنبې په ورځ (مارچ ۲۴) زرګونو موټر سایکل سپرو د احتجاج په ډول د حکومت همدا نوی قانون وغنده. حکومتي چارواکي وایي په دغه هېواد کې پر موټر سایکل سپاره کسان قتلونه، غلا او نورې جنايي پېښې کوي.

د فلیپین ولسمشر رودریکو دوترتي دا نوي اصول لاسلیک کړل چې اوس قانون دی. د نوي قانون له مخې موټر سایکل چلوونکي باید د خپلو موټر سایکلونو په مخ او شا باندې غټ نمبر پلیټونه ولګوي چې د احتمالي جنايي پېښې پر مهال په اسانه وپېژندل شي.

دا مهال په فلیپین کې یوازې د موټر سایکلونو پر شا باندې نمبر پلیټ لګول شوی دی. د نوي قانون له مخې د نمبر پلټ د تورو اندازه هم باید دوه برابره غټه ولیکل شي چې آن د ۱۵ مېترو په واټن کې هم په اسانه ولوستل شي او وپېژندل شي.

د رویټرز خبري اژانس ته یو مظاهره کوونکي جوزیف ډي لاس وویل چې دا د جنايي جرمونو مخه نشي نیولی. هغه وايي چې له دې وروسته به مجرمین خپل موټر سایکلونه نه کاروي.

په فلیپین کې د ترافیک او موټرو د ګڼې ګوڼې له کبله ډېر ښاریان په موټر سایکلونو باندې تګ راتګ کوي خو لا معلومه نه ده چې په دغه هېواد کې څومره کسان موټر سایکل لري.