په تایلنډ کې یو پوځي لږ تر لږه ۲۶ عام خلک په ډزو ووژل

پولیس وایي سیمه یې بنده کړې خو بریدګر یې لا نه دی نیولی. تصویر: ارشیف

د تایلنډ چارواکي وایي چې یو پوځي ټوپک په لاس د عامو خلکو په منځ کې ډزې کړي لږ تر لږه ۲۶ تنه یې وژلي او شاوخوا ۵۷ نور یې ژوبل کړي.

دا پېښه د شنبې په ورځ (جنوري۸) د تایلنډ په شمال-ختیځ کې د راتچسیما د ناګون په ښار کې شوې ده. بریدګر تر برید مخکې په خپل فیسبوک کې ویلي وو چې حریص انسانان یې ښه نه ایسي.

هغه د پوځ یو موټر غلا کړی او بیا یې په څلورو مختلفو سیمو کې پر خلکو ډزې وکړې او یو شمېر نور یرغمل کړي وو. د تایلنډ صدراعظم وویل چې د برید انګیزه یوه شخصي مسئله وه.

وايي بریدګر د ځمکې پر سر له یو قومندان سره شخړه لرله، راپورونه وايي‌ چې په برید کې هغه قومندان هم وژل شوی دی.

د پولیسو یو ویاند ویلي دي چې بریدګر جګړن جاکاپانت توما نومیږي. فیسبوک د هغه حساب تړلی دی. دفیسبوک د پالیسۍ له مخې د تبعیض او خشونت د پارولو لپاره په دغې ټولنیزې رسنۍ کې ځای نشته.

په تایلنډ کې ډېر خلک وسلې لري خو د یو سرتېري له لوري د خلکو دا ټول عام وژنه بېسارې ده.