د پاکستان د پوځ په یو مرکز ځانمرګی برید شوی

د پاکستاني رسنیو په حواله، نن د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۹، په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په یو مرکز ځانمرګی برید شوی دی.

راپورونه وايي چې برید د بویا په سیمه کې شوی. لومړی د مرکز په مخکې موټر بمب ځانمرګی برید شوی او بیا نور وسله وال دغه مرکز ته ننوتلي او جګړه یې پیل کړې ده.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د امنیتي سرچېنو په حواله راپور ورکړی دی چې په دغه برید کې «څلور ترهګر وژل» شوي دي. ځایي رسنۍ وايي د چاودنې غږ دومره لوړ و، چې ۲۵ کیلیو میتره لېرې د میرانشاه په ښار کې هم اورېدل شوی دی.

سرچېنو ویلي دي چې په برید کې د مرکز یو دیوال زیانمن شوی دی.

په لومړي سرکي پولیسو راپور ورکړی و چې له ځانمرګي برید وروسته نور وسله وال مرکز ته ننوتلي او په جګړې کې «څلور امنیتي پرسونل ژوبل» شوي دي.

پاکستاني مقاماتو د دغه برید پړه د «فتنه الخوارج» ډ‌لې په غاړه اچولې، د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو تحریک په دې نوم یادوي. تر دې دمه پاکستاني طالبانو د دغه برید په اړه معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د پوځ په یو بل مرکز باندې هم ځانمرګی برید شوی و. هغه وخت هم پاکستاني مقاماتو ویلي وو چې په برید کې څلور ترهګر وژل شوي او برید یې شنډ کړی دی.