یونسف:په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د پنځو کلونو څخه کم عمره شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له زیاتېدونکي خطر سره مخ دي او ویلي یې دي چې د خوړو نه خوندیتوب، ناروغۍ، بېوزلي او د بشري مرستو کمښت د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

یونیسف د جولای په ۱۳مه خپور کړي راپور کې ویلي، افغانستان داسې مهال د خوارځواکۍ د سخت موسم پر لور روان دی چې د تغذیې اړوند وروستي معلومات ښيي، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۶ ولایتونو وضعیت د ۲۰۲۵ کال په پرتله لا خراب شوی دی.

د راپور له مخې، تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن دي. دغه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ د ۸۳ سلنه او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ د ۷۷ سلنه پېښو برخه جوړوي.

د افغانستان لپاره د یونیسف استازي، ډاکټر تاج‌الدین اویوالې، ویلي چې نوي شواهد ښيي میلیونونه افغان ماشومان لا د خوارځواکۍ د سخت موسم له پیل مخکې د شدیدې خوارځواکۍ پر لور روان دي.

هغه وویل: "نن یونیسف نوي شواهد خپروي چې ښيي، په افغانستان کې د پنځو کلونو څخه کم عمره ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له زیات شوي خطر سره مخ دي. دغه ماشومان لا د خوارځواکۍ د سخت موسم له پیل مخکې د خوارځواکۍ پر لور ورټېل وهل کېږي. دا شواهد موږ ته فرصت راکوي چې مخکې له دې چې دغه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ مرحلې ته ورسېږي، اقدام وکړو."

د هغه په وینا، کله چې کورنۍ د خوړو اندازه کموي او له تغذیه کوونکو خوړو تېرېږي، دا د اقتصادي ستونزو نښه ده او خبرداری ورکوي چې د ماشومانو روغتیا او تغذیه له جدي خطر سره مخ کېږي.

ډاکټر تاج‌الدین ټینګار وکړ چې د ماشومانو درملنه ژوند ژغوري، خو د مخنیوي په برخه کې پانګونه هم اړینه ده، څو میندې وکولای شي خپلو ماشومانو ته مناسبه تغذیه او سمه پالنه برابر کړي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د یونیسف د راپور په غبرګون کې له مسؤلو ادارو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د ماشومانو د روغتیا د خوندي کولو او د خوارځواکۍ د پراخېدو د مخنیوي لپاره جدي او هر اړخیز اقدامات وکړي.

کرزي ویلي، د دې ستونزې د تلپاتې حل اساسي شرط دا دی چې د نجونو او هلکانو په ګډون ټولو ماشومانو او ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شي، څو د پوهاوي او مسلکي بشري ځواک په روزلو سره د هېواد اقتصادي وضعیت ښه او د بهرنیو مرستو اړتیا کمه شي.

دا پداسې حال کې ده چې، د ماشومانو د حقونو نړیوال شاخص، د ۲۰۲۶ کال راپور کې، افغانستان د نړۍ د ماشومانو لپاره تر ټولو بد هېواد بللی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان څېړونکې، فرشته عباسي، وایي د افغانستان اوسنی وضعیت د ماشومانو د حقونو له نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دی.

هغې وویل: "موږ په داسې وضعیت کې اصلاً د ماشوم د حقونو خبره نه شو کولای. په دې لحاظ د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون په بشپړه توګه تر پښو لاندې شوی دی. بې له شکه افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو بد هېواد دی."

د یونیسف د ارزونې له مخې، هغه ماشومان چې په سختو خوراکي ستونزو لرونکو کورنیو کې ژوند کوي، د نورو ماشومانو په پرتله تر شپږ برابره زیات د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې د خوارځواکۍ د سخت موسم له پیل مخکې د اقدام فرصت په چټکۍ سره له منځه ځي او که بېړنۍ مالي مرستې او د مخنیوي پروګرامونه پراخ نه شي، نو زرګونه نور افغان ماشومان به د ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ شي.