عبدالله: د ملي مصالحې د شورا ترکیب باید همه شمول وي

عبدالله عبدالله وايي د ملي مصالحې عالي شورا ایجاد د یادې شورا د رئیس له صلاحیتونو څخه دی.

نن دوشنبه اګست ۳۱ (وږې لسمه) د یادې شورا له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله له قول ویل شوي چې دا د ولسمشرۍ د فرمان ایجاب نه کوي.

په اعلامیه کې راغلي: "د ۱۳۹۹ کال د غويي ۲۸مې د سیاسي هوکړه لیک د «ب» بند د صراحت پر اساس، د دې شورا د رسمیت او رامنځته کېدو بحث د ملي مصالحې عالي شورا له ولسمشر، سیاسي طرفونو او رهبرانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو له رئیسانو، مدني ټولنې او د هېواد له نخبه ګانو سره په مشوره، تشکیلېږي."

اعلامیه وايي: "د دې شورا ایجاد د ملي مصالحې د عالي شورا د رئيس له صلاحیتونو څخه دي او د ولسمشرۍ د محترم مقام د فرمان ایجاب نه کوي."

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي چې د یادې شورا ترکیب باید جامع او همه شمول اوسي.

نوموړي زیاته کړې چې دې برخه کې د هېواد له مختلفو سیاسي ـ مدني رهبرانو او جریانونو سره مشورې پيل شوي او د نهايي کېدو په حال کې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې وړمه شپه د ولسمشر غني لخوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا د غړو لست اعلان شو.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې دا شورا په هیواد کې د سراسري سولې په اړه د ملي اجماع د رامنځته کیدو او د هغه سیاسي توافق پر اساس جوړه شوې چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او پخواني اجرائیوي مشر عبدالله عبدالله تر منځ شوی و.

ارګ دې شورا ته د ۴۶ کسانو نومونه لیږلي دي او د ملي روغې جوړې عالي شورا ته یې یوه اونۍ وخت وررکړی چې د شورا د عمومي مجمع د غړو لست نهایي کړي.

د ارګ لخوا په معرفي شویو کسانو کې مخکنی جمهور رئیس حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، انجینر ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نور پخواني جهادي قوماندانان، اوسني حکومتي چارواکي، د میرمنو استازې او مصالحې د عالې شورا د رهبرۍ هیت غړي شامل دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دغه شورا کې خپل غړیتوب ونه مانه.

ارګ تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.