د نړۍ د یو شمېر پوهنتونونو استادانو افغانانو سره د طالبانو ناسم چلند غندلی

دغو استادانو ویلي دي تر څو چې طالبانو دیموکراتیک ارزښتونه نه وي منلي، په رسمیت یې مه پېژنئ

د امریکا، اروپا، استراليا، هند او ځینې نورو هیوادونو د ځینو معتبرو پوهنتونونو ښوونکو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان د افغانانو د مدني او بشري حقونو د نقضولو په خاطر مسئول وګڼي.

هغوی د یوې بیانیې په خپرولو سره له نړیوالو غوښتي چې افغانانو ته له کوم خنډ پرته بشري مرستو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. هغوی ویلي، هره اداره چې د افغانستان خلک ویروي او د بیان د ازادۍ او د غونډو دجوړولو او حرکت د ازادیو په شان له اساسي حقونو څخه یې محروم کوي، د دوی له خوا غندل کیږي.

د اګست په ۱۵ نېټه د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته زرګونه کسان له افغانستان څخه د تېښتې په خاطر د کابل هوايي ډګرته ولاړل، په پنجشیر کې د طالبانو په ضد وسله وال مقاومت پيل وشو او د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د دوی په ضد یو لړ سوله ایزې مظاهرې وشوې.

په بیانیه کې ویل شوي چې طالبانو اقتدار ته له رسېدو وروسته ژمنه کړې وه چې د افغانانو ژوند او حقونه به د اسلام له لارښوونو سره سم خوندي وي.

د دغو پوهنتونونو استادان وايي طالبان له اسلامي قوانینو څخه د خپل برداشت له مخې چې د افغانستان ټولنیز او فرهنګي اصول په کې له پامه غورځول شوي، په خلکو باندې خپل حکومت تحمیلوي. دوی وايي د راپورونو له مخې د عمومي عفوې له اعلان سره په تضاد کې له خلکو کسات اخیستل شوی او طالبانو په خپلو هغو ژمنو عمل نه دی کړی چې د ښځو د کار او تعلیم او د ټول شموله حکومت د جوړولو په هکله یې کړې وې، چې دې کاریې د ویرې یو چاپېریال رامنځته کړی.

دغو کسانو له امریکا، اروپايي ټولنې، د سیمې له هیوادونو او د ملګرو ملتونو او د اسلامي هیوادونو د کنفرانس په شان له نړیوالو سازمانونو غوښتي، چې طالبان تر هغه وخته په رسمیت و نه پېژني چې یو ټول شموله حکومت یې نه وي جوړ کړی او ډیموکراټیک ارزښتونه یې نه وي منلي.

هغوی د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره یو لړ شرایط وړاندې کړي چې د نړیوالو بشري قوانینو سره سم د افغانانو د بشري حقونو ساتنه، د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون سره سم د ښځو د مدني او سیاسي حقونو خوندیتوب، د پنجشیر له درې د طالبانو په شا کېدل او د خبرو له لارې د دواړو خواوو ترمنځ د منازعې حل کول، د شپږو تر ۱۲ میاشتو پورې د نړیوالو ناظرینو په موجودیت کې په افغانستان کې د انتخاباتو ترسره کول او ځینې نور موارد شامل دي.

د دغې بیانیې په پای کې د سپټمبر تر ۲۹ مې ۱۳۱ښوونکو اوڅېړونکو لاسلیکونه کړي.