د لاس رسي وړ اتصالات

له کابل څخه نړیوال پروازونه پیل شول خو ټکټونه قیمت دي


باختر افغان الوتنه
باختر افغان الوتنه

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې د کابل د هوايي ډګر څخه نړیوالې الوتنې پیل شوې دي.

د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو وروسته د افغانستان د هوايي چلند صنعت ته زیات زیان ورسېده. خو اوس په داسې حال کې د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه نړیوال پرازونه په تدریج سره د پیل کېدو په حال کې دي چې د دغه ډګر د ترمیم او مراقبت چارې دوام لري.


د هوايي ډګر د چارواکو د معلوماتو له مخې ځینې پاکستاني او ایراني هوايي شرکتونو کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي خو د دوی الوتکې د ملګرو ملتونو او نورو نادولتي موسسو له خوا چارتر کیږي او ټکټونه قیمت دي.

په هوايي ډګر کې یو لړ تخنیکي مشکلات هم موجود دي. چارتر شوې الوتنې او د بشري مرستو د راوړلو پروازونه د سهار له شپږ بجو د مازدیګر تر شپږ بجو ترسره کیږي. تجارتي الوتنې تراوسه په بشپړه توګه نه دي پیل شوي او د زیاتې تقاضا له امله ښايي د ټکټونو بیې تر یوه وخته همداسې لوړې پاتې شي.

د طالبانو د حکومت د کابل د هوايي ډګر مسئول عبدالهادي حمداني وايي د هوايي ډګر کارکوونکي له نړیوالو تخنیکي ټیمونو سره د هوايي ډګر د بشپړ فعالولو لپاره په کار بوخت دي.

هغه وویل: " زمونږ تخنیکي ټیمونه د عربي متحده اماراتو او قطر له تخنیکي ټیمونو سره په ګډه کار کوي چې اړوند مشکلات د امکان ترحده ژر حل کړي. مونږ له اړو نده ادارو سره په هماهنګۍ کې هڅه کوو چې د ټکټونو بیې ارازنه کړو."

د اګست د میاشتې په ۱۵ مې د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته، په زرګونو افغانان د طالبانو له ویرې او له افغانستان څخه د وتلو په خاطر دغه هوايي ډګر ته ورټول شول. په دغه ډګر کې د اګست د میاشتې تر ۳۰ مې نیټې پورې امریکايي‌عسکر موجود و او په تاریخ کې یې د هوا له لارې د ملکي افرادو د تخلیې تر ټولو ستر عملیات ترسره کړل.

په دغې موده کې د کابل د هوايي ډګر له لارې له ۱۲۲ زرو څخه زیات کسان بهر وویستل شول.

له دغه ډګر څخه اوس هم په یو شمیر چارتر شویو پروازونو کې له افغانستان څخه بهرني اتباع او یو شمیر افغانان بهر ویستل کیږي.

XS
SM
MD
LG