د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب د افغانانو لوی مهاجرت ته امادګي نیسي 


په ایران کې افغان کډوال
په ایران کې افغان کډوال

د سره صلیب نړیوال فدراسیون او سرې میاشتې ټولنو د اټکل له مخې په افغانستان کې د روان وضعیت له کبله شاید په را رونو څو میاشتو کې ډېر افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي.

دغه فدراسیون او ټولنو له نړیوالو ۲۴ میلیون ډالر غوښتي چې د ۱۲ میاشتو لپاره د افغان مهاجرو لاس ونیسي او اساسي ضرورتونه یې ورپوره کړي. ملګري ملتونه وايي په تېرو شاوخوا نهو میاشتو کې ۳۰زره افغانان د ښه ژوند په نیت ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شوي‌. خو د سره صلیب نړیوال فدراسیون وايي چې په افغانستان کې اقتصادي او بشري‌ وضعیت خراب دی او شاید د مهاجرو شمېر خورا زیات شي.

د دغه فدراسیون ویاندې نتالي پررود امریکا غږ ته وویل چې میلیونونه افغانان د وچکالۍ په ګواښ سربېره د اوبو او خوراک د کموالي له ګواښ سره مخامخ دي. همدغه راز د هغې په خبره ډېر نور په داخل کې بېځایه شوي، د کرونا وبا هم ځپلي دي.

نوموړې زیاته کړه چې تر ټولو لوی مشکل دا دی چې خلک له بانک څخه پېسې اېستلای نشي: « موږ راپورونه ترلاسه کړي‌ چې خلک په اوږدو اوږدو کتارونو کې ساعتونه ساعتونه ولاړ وي چې له بانک څخه د اونۍ ۲۰۰ ډالر وباسي. دا په دې مانا ده چې خلک واقعآ له ستونزو سره مخامخ دي‌ او په نژدې اینده کې به یې اساسي ضرورتونه نه پوره کیږي.»

سور صلیب وایي په افغانستان کې دا مهال ۱۸ میلیون خلک د ژوند پاتې کېدو لپاره اساسي بشري مرستو ته ضرورت لري. مېرمن پررود خبرداری ورکړ چې د موسم په سړېدو سره دا ستونزې به نورې هم زیاتې شي.

هغې وویل: «سور صلیب ځان چمتو کوي‌ چې هغوی ته ضرورت وړ مرسته ورسوي. په افغانستان کې اوسنی وضعیت هېښوونکی دی او له همدې کبله موږ بدې سناریو ته هم اماده یو.» نوموړې وویل چې شاید خلک بېځایه نشي او لوی مهاجر ونشي، مګر ښه ده چې سره صلیب مخکې له مخکې هرې ډول حالت ته چمتو وي.

هغې زیاته کړه چې د سره صلیب نړیوال فدراسیون ۱۶۰۰۰۰افغانانو سره د دولسو میاشتو مرستو لپاره ۲۴میلیون ډالرو ته اړتیا لري.‌ وايی د دوی تمرکز به په ایران، پاکستان او تاجکستان کې وي، خو شاید نورو سیمو ته یې هم وغځوي. دا د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي.

XS
SM
MD
LG