امریکا کې یو افغان په ویزې کې د درغلۍ له کبله په شپږو میاشتو بند محکوم شو

په متحدو ایالتونو کې د دلبر ګل دلبر په نامه یو افغان چې په دلبر ګل تاج علي هم مشهور دی، پنجشبنه اکټوبر لومړۍ یې د ویزې په اخیستو کې د درغلۍ په قضیې کې ځان ګرم وباله او په شپږو میاشتو بند محکوم شو.

د امریکا یو فدرالي څارنوال ویلي چې دلبر د ۲۰۱۷ کال د نومبر په میاشت کې یو تن ته پیسیې ورکړې وې چې متحده ایالاتو ته د تګ لپاره د ده په استازیتوب د کډوالۍ ځانګړې ویزې ( اس آی وي) تر لاسه کولو لپاره اسناد ترتیب او جمع کړي.

د محکمې په اسنادو کې راغلي چې دلبر پدې خبر و چې په کابل کې د امریکا په سفارت کې د ماموریت د مشر څخه تر لاسه شوی د تائیدۍ سند چې د ده په استازیتوب سپارل شوی و، جعلي او ناسم و. په اسنادو کې راغلي چې دلبر دې کس ته پیسې ورکړې وې خو قسم یې خوړلی و او دا یې تائید کړې وه چې سپارل شوي ټول اسناد دقیق او سم دي.

د محکمې په اسنادو کې راغلي چې دلبر د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په میاشت کې یو بل شخص ته پیسې ورکړې وې چې د ده په استازیتوب د کډوالۍ ځانګړې ویزې تر لاسه کولو لپاره بیا اسناد راټول او د امریکا حکومت ته وسپاري.

ښاغلي دلبر دا ځل هم قسم خوړلی و او تائید کړې یې وه چې ټول سپارل شوي اسناد دقیق او سم و، په داسې حال کې چې پوهیده چې په سپارل شویو اسنادو کې ډیر احتمال و چې یو یې ناسم وي.

د همدې ناسمو اسنادو له مخې، دلبر ته د ۲۰۲۴ کال د اپریل په میاشت کې د کډوالۍ ځانګړې د اس آی وي ویزه ورکړل شوه او متحدو ایالتونو ته راغی. دلبر ته په امریکا کې د دایمي پاتې کیدو سند ورکړل شو او اجازه ورکړل شوه چې د نیویارک ایالت په لویدیځې ولسوالۍ کې ژوند وکړي.

د متحدو ایالتونو د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا اف بي آی د دې قضیې په اړه پلټنې کړې وې او په محکمې کې د حکومت په استازیتوب دا قضیه مرستیالې څارنوالې میګان کې مک ګوري پر مخ وړله.