افغان حکومت طالبانو ته: د بندیانو وضعیت ته پام وکړئ چې کرونا یې ونه نیسي

عکس( ارشیف)

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت د کرونا ویروس خپرېدو ته په کتو د طالبانو په زندانونو کې د خپلو بندیانو د روغتیايي وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

یاد وزارت له طالبانو غوښتي چې له کرونا ویروس څخه د خوندتوب په هدف خپلو زندانونو کې د بندیانو روغتیايي وضعیت ته پاملرنه وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري نن سې شنبه «کب۲۷مه» امریکا غږ ته وویل:"له طالبانو غواړو چې د ورسره بندیانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدو ترڅنګ نړیوالو بې طرفه بنسټونو ته زمینه برابره کړي ترڅو د دغو زندانیانو د روغتیایي وضعیت او د ساتلو د شرایطو او له کرونا او نورو ګواښونکو ناروغیو څخه د خوندي ساتلو په اړه یې وضاحت رامنځته شي.

که څه هم تر دا مهاله معلومه نه ده چې طالبانو سره څومره کسان بندیان دي، خو دغه ډلې له امریکا سره د سولې هوکړې کې له خپلو زندانونو د ۱۰۰۰ افغان سرتېرو ازادولو ژمنه کړې وه.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د نورې نړۍ ترڅنګ په افغانستان کې هم د کرونا ویروس ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي طالبانو هم د دغه ویروس د خپرېدو له امله د افغان حکومت په زندانونو کې د خپلو بندیانو د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

طالبانو له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې ټولو نړیوالو روغتیايي بنسټونو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی، خو ترڅنګ یې د افغان حکومت په زندانونو کې د خپلو بندیانو وضعیت ته هم د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل تېره ورځ امریکا غږ ته وویل چې افغان حکومت د سره صلیب نړیوالي کمېټې سره په ټولو زندانونو کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په اړه همکاري کوي چې په وینا یې د پلچرخي او بګرام زندانونه هم له دغو خدماتو څخه مستثنی نه دي.

ښاغلي فیصل ټینګار وکړ چې اساسي ستونزه هغه مهال هوارېدی شي چې طالبان د سولې پروسې ته حاضر شي.