غني: افغانستان کې د داعش پر مرچلو ٣٠٠ هوايي بریدونه شوي

ښاغلی غني د کورنیو چارو له وزارت څخه د دفاع وزارت ته د افغان سرحدي ځواکونو د لیږد په مراسمو کې وینا کوي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هغو افغان سیاستوالو او د پارلمان یو شمیر غړو ته چې د افغان حکومت عالیرتبه چارواکي د داعش سره په همکارۍ تورنوي بلنه ورکړه چې خپلې ادعاوی دې په یوه محکمه کې ثابتې کړي او که نو دا ډول څرگندونې دې نه کوي.

ښاغلي غني چې د شنبې په ورځ یې د کورنیو چارو له وزارت څخه د دفاع وزارت ته د افغان سرحدي ځواکونو د لیږد په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله وویل "هرڅوک چې ادعا کوي چې د هیواد یو عالي رتبه غړی یا د منځنۍ کچې مامور او یا نور د داعش سره ملګري دي، جرت دې وکړي محکمې ته دې حاضر شي او خپله ادعا دې ثابته کړي او که نه څادر دې واغوندې".

جمهور رئیس غني وویل چې د نړۍ د بلې هرې برخې په پرتله افغانستان کې د داعش پر وړ اندې سخته جګړه شوې او د دغې ډلې پر وړاندې تر ٣٠٠ پورې یوازې هوایي بریدونه او ١٥٠٠ پورې نور عملیات شوي دي.

که څه هم جمهور رئیس غني د چا نوم وانخیست، خو په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان د پارلمان ځینو غړو یو شمیر افغان عالي رتبه چارواکي داعش سره په همکارۍ تورن کړي وو. ښاغلي غني د ولسي جرګې او د مشرانو له رئیسانو مننه وکړه چې د دغو دواړو جرګو د بحثونو په کابو کولو سره د هغه په وینا د ملي ګټو پر خلاف بحثونو مخه نیسي.

د پارلمان د ځینو غړو سربیره طالب وسله والو هم تیره اونۍ په یو بیان کې افغان او د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونه د ننګرهار په ولایت کې د داعش وسله والو سره په همکارۍ تورن کړي وو.

همداشان جمهور رئیس په افغانستان کې د داعش په ګډون د وسله والو مخالفانو پر وړاندې په جګړو کې د افغان ځواکونو پر واحدې قوماندې باندې ټینګار وکړ وویل چې د امنیتي او دفاعي ار ګانونو ټول چارواکي د ده تر قوماندې لاندې فعالیت کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت کې په دې مراسمو کې د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن هم ګډون کړی وو. جنرال نیکلسن په خپله وینا کې د کورنیو چارو له وزارت څخه د دفاع وزارت ته د سرحدي پولیسو لیږد اقدام وستایه او وویل چې دا کار به په سرحد کې د امنیت په ټینګیدو کې مرسته وکړي او "د پوځي ځواکونو ترمنځ چې د هیواد په دفاع بوخت دي د قوماندې په یووالي کې مرسته وکړي".

د کورنیو چارو له وزارت څخه د دفاع وزارت ته د افغان سرحدي ځواکونو د لیږد، د سند لاس لیک

د کورنیو چارو وزارت څخه د دفاع وزارت ته د سرحدي پولیسو لیږد اقدام د افغانستان د څلورکلن امنیټی پلان برخه ده چې د لیږد بهیر یې د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت د یو ګډ کمیسیون له خوا پرمخ وړل کیږي.

د دې پلان له مخې سرحدي پولیس په دوو برخو ویشل شوي چې یوه برخه به یې د کورنیو چارو وزارت سره پاتې شي او بله برخه یې چې د اوو لیواګانو تشکیلات لري او ۱۹۳۲۳ پولیس په کې شامل دي د دفاع وزارت په تشکیلاتو کې مدغم شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د سرحدي پولیسو تشکیلات د دفاع وزارت په تشکیلاتو کې مدغم کیږي د دې وړاندې په اتیاومه لیسزه کې هم دا ځواکونه د دفاع وزارت پورې تړلي وو.