د لاس رسي وړ اتصالات

غني: دوو کلونو کې د داعش۰۰۰ ۱۱جګړه ماران افغانستان ته راغلي


د "کابل پروسې" غونډه نن په کابل کې د جمهور رئیس غني په وینا پرانستل شوه
د "کابل پروسې" غونډه نن په کابل کې د جمهور رئیس غني په وینا پرانستل شوه

د افغانستان جمهور رئیس دا نه دي ویلي چې دغه بهرني جنگیالي څنگه افغانستان ته راننوتي دي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي د هغو بهرنیو جنگیالیو شمیر چې په افغانستان کې د داعش په لیکو کې جنگیږي په تیرو دوو کلونو کې ۱۱۰۰۰ تنو ته لوړ شوی دی.

ښاغلي غني دا څرگندونې د "کابل پروسې" په غونډه کې وکړې چې د څه دپاسه ۲۰هیوادونو د استازو په گډون په کابل کې جوړه شوې وه او هدف یې د افغانستان د امنیت په اړه د سیمه ییزې اجماع رامنځ ته کول وو.

له دې دمخه امریکایي مقاماتو ویلي وو چې داعش په افغانستان کې د خپل شتون په اوج کې ٣٠٠٠ جنگیالي درلودل، خو د امریکایي او افغان ځواکونو له پرله پسې بریدونو وروسته چارواکو وویل چې ددغو جګړه مارانو شمیر څو سوو تنو ته راټیټ شوی دی.

داعش په افغانستان کې تر ډیره د ننگرهار په ولایت کې فعالیت کوي او د هغې اکثر بهرني جنگیالي د پاکستان د اورکزیو د قبیلې ځوانان دي، خو اوزبیک، تاجیک او چیچنیايي جګړه ماران هم په کې موجود دي او د یو وروستي رپوټ له مخې اوس یو شمېر ایراني سخت دریځه هم د هغوی سره یوځای شوي دي.

په تیر یو کال کې د افغانستان په ننگرهار ولایت کې په ځانگړې توگه د اچین په ولسوالۍ کې د داعش پر مرچلو د امریکایي او افغان قواو پرله پسې بریدونه ددې ډلې پر موجودیت سخت گزار دی چې د امریکایي او افغان مقاماتو په وینا روان شمسي کال به په افغانستان کې د داعش د محوه کیدو کال وي.

د ښاغلي غني د څرگندونو په غبرگون کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس ویلي دي چې باید د داعش د جګړه مارانو د شمیرې په اړه مبالغه ونه کړو او ددې ډلې فعالیت له حده زیات ونه ښایو.

رحمت الله نبیل په خپل ټوټیر کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د داعش د شتون برجسته کول د روسیې او ایران د اندیښنې سبب شوي او دغه دوه هیوادونه هڅوي چې په افغانستان کې د داعش د ماتولو لپاره د طالبانو ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG