د لاس رسي وړ اتصالات

ایا داعش جنګ له عراق او سوریې نه افغانستان ته انتقالوي؟


رویټرز وايي یو افغان امنیتي چارواکي ورته ویلي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰۰ طالب او داعش جګړه ماران موجود دي
رویټرز وايي یو افغان امنیتي چارواکي ورته ویلي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰۰ طالب او داعش جګړه ماران موجود دي

په کابل کې د عراق په سفارت باندې د داعش له برید وروسته دا اندېښنې نورې هم زیاتې شوې چې داعش غواړي له منځني ختیځ څخه جنګ افغانستان ته انتقال کړي. که څه هم چارواکي وایي له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعش د راغلیو جګړه مارانو په اړه قوي شواهد نشته.

له موصل څخه د داعش جګړه مارانو له شړل کېدو شاوخوا درې اونۍ وروسته په کابل کې د عراق په سفارت برید وشو او داعش یې مسولیت واخیست. دا برید د ځینو افغان امنیتي چارواکو هغه شک تقریبآ په یقین بدل کړ چې فکر کوي له سوریې او عراق څخه د داعش جګړه مارانو شړل افغانستان ته د هغوی د راتګ خطر زیاتوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رویټرز ته وویل"افغانستان ته د بهرنیو جګړه مارانو شمېر زیات شوی، نوې وسلې لري او د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګیږي".

رویټرز وايي یو افغان امنیتي چارواکي ورته ویلي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰۰ طالب او داعش جګړه ماران موجود دي. دغه ترهګر تر ډېره د پاکستان، تاجکستان او ازبکستان دي او له افغانستان سره د خپلو هېوادونو په سرحدونو کې ترهګریز فعالیتونه کوي. په دوی کې یې ځینې هندیان هم دي.

همدغه راز رویټرز وايي چې په سوریه او عراق کې د داعش جګړه مارانو له ځپلو او شړلو وروسته یو شمېر عرب جګړه ماران بیا د ایران له لارې افغانستان ته تللي دي.

خو څه موده مخکې ولسمشر غني وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د داعش ۱۱۰۰۰۰ بهرني جګړه ماران افغانستان ته راغلي دي، هغه په دې اړه نور جزیات ورنکړل.

رویترز ادعا کوي چې د افغانستان د ملي امنیت هغه پټ اسناد یې لوستلي چې وايي د افغانستان په نهو ولایتونو، له ننګرهار او کونړ نیولې تر جوزجان، فاریاب، بدخشان او غور پورې سیمو کې داعش جګړه ماران شته دي.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ مشران وايي له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه د داعش پر ضد عملیات کوي او هغوی ته یې ډېر تلفات اړولي دي. د کونړ امنیه قوماندان جمعه ګل همت وايي چې په وروستیو کې یې داعش جګړه ماران سخت وځپل خو وايي داعش هڅه کوي چې په سیمه کې نور خلک خپلو لیکو ته جذب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا افغانستان ته د نویو ځواکونو په استولو غور کوي چې ترهګر وځپي. د اپریل په میاشت کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن وویل داعش دا هوډ لري چې له سوریې څخه افغانستان ته جګړه ماران واستوي، خو ناټو تراوسه داسې کوم څه نه دي لیدلي.

ایا داعش جنګ له عراق او سوریې نه افغانستان ته انتقالوي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

XS
SM
MD
LG