په تورخم کې اېسار افغان کډوال د اوښتو په تمه دي

په تورخم کې اېسار افغان کډوال

په تورخم کې سلګونه افغان کډوال له څو ورځو راهېسې کابل ته د تګ په انتظار «سختې شپې سبا» کوي.

دغه کډوال وايي پاکستاني مقاماتو ته منتظر دي چې د تورخم دروازه خلاصه کړي او د ورتګ اجازه ورکړي.

یو کډوال برهان خان رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي کورنۍ یې له ۱۲ ورځو راهېسې د تورخم دروازې په بلې غاړې کې انتظار باسي.

په دغو کډوالو کې ښځې، ماشومان او زاړه خلک هم شته دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو شخړو له کبله له څو ورځې راهېسې د تورخم دروزاې په بلې غاړې کې اېسار پاتې دي.

په دوی کې یې یو شمېر په خپله خوښه ستنېږي او یو شمېر نور یې په زوره له پاکستان څخه شړل کېږي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې «له پاکستاني اړخ سره افغانانو ته د ستونزو د نه جوړولو، نه ځورولو او ژر را پرېښودلو په اړه خبرې» وکړي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپل ایکس کې پاکستان تورن کړی چې افغان کډوال «بې ځایه پلمو له امله په ورځو ورځو» ساتي.

د پاکستان حکومت لا د افغان طالبانو حکومت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

راپورونه وايي چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د وروستیو شخړو له امله له پاکستان څخه د افغان کډوالو شړل او بېرته ستنېدل زیات شوي. د رویټرز خبري اژانس وایي چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال راهېسې څه باندې دوه میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

ملګري ملتونه وايي چې په تېرو څو کلونو کې شاوخوا پنځه میلیون افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي او په افغانستان کې د سرپناه، کار او ژوند د نورو خدمتونو د کموالي او نشتوالي له کبله ستانه شوي افغانان له ستونزو سره مخامخ دي.

نړیوالې بشري ادارې وايي چې په ډېر شمېر کې د کډوالو ستنېدل د افغانستان په صحي او د نورو برخو په بنسټونو باندې فشارونه زیاتوي.

څو ورځې مخکې د ژغورنې نړیوالې کمېټې له حکومتونو څخه وغوښتل چې افغان کډوال ونه شړي، بلکې له دغه هېواد سره خپلې مرستې زیاتې کړي.