د لاس رسي وړ اتصالات

د ژغونې نړیواله کمېټه حکومتونو ته: افغانان مه شړئ، مرستې زیاتې کړئ

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ای ار سي) نن پنجشنبه (اپریل ۳۰) خبرداری ورکړ چې افغانستان ته د افغان کډوالو شړل د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي او هغوی به په خپل هېواد کې له بد وضعیت سره مخ شي.

ای ار سي وايي افغانستان داسې یو هېواد دی چې وار د مخه یې نیم نفوس له لوږې سره مخامخ دی، د اقلیم د بدلون له کبله په کې ډېر خلک بې ځایه شوي او ښځې او نجونې په کې له زده کړو، کار او صحي خدمتونو څخه بې برخې دي.

دغه کمېټه وايي چې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۱۷ میلیون خلک غذايي مصونیت نه لري او میلیونونه نور یې له قحطۍ سره مخامخ دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې شړل کېدونکي افغانان به په افغانستان کې د خوړو، روغتیا او نورو خدمتونو د کموالي او نشتوالي له کبله له بد وضعیت سره مخامخ شي.

په همدې حال کې د بالکان له لارې په قاچاقي ډول اروپا ته په تلونکو کډوالو کې د افغانانو شمېر زیات ښودل شوی او دا کمېټه وايي چې یوازې تېرکال یې له ۹۰۰ هغو افغان ماشومانو سره مرستې کړې، چې سرپرست ورسره نه وو.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي یوازې په ۲۰۲۵ کال کې تقریبآ درې میلیون افغانان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه، افغانستان ته ستانه شوي چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې هغه کورنۍ دي چې ماشومان لري. وايي دوی له جدي ستونزو او ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په حکومتونو غږ کړی دی چې د افغان کډوالو شړل بند کړي او له افغانستان سره دې مرستې زیاتې کړې.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG