د ښځو په کار د طالبانو له محدودیت وروسته ځینو افغانو مېرمنو یوټیوب ته مخه کړې

په رسنیو کې د ښځو پر کار باندې د طالبانو د حکومت له محدودیت وروسته یو شمېر افغانو ښځو خپلو کورنیو ته د روزۍ ګټلو دپاره په یوټیوب کې خپرونو ته مخه کړې ده او شمېر یې ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.

افغانه ۲۱ کلنه ستایش حیات چې پخوا یې په سینما او تلویزیوني خپرونو کې د لوبغاړي په توګه کار کاوه، اوس په یوټیوب کې د ویډیوګانو خپرول د ځان دپاره د کار روزګار ښه فرصت بولي.

حیات د هغو افغان مېرمنو په کتار کې ده چې په رسنیو کې د ښځو پر کار باندې د طالبانو د حکومت له محدودیت وروسته، یې خپلو کورنیو ته د روزۍ ګټلو دپاره په یوټیوب کې خپرونو ته مخه کړې ده او شمېر یې ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.

ستایش حیات د پخلي، فیشن او سینګار او داسې نورو موضوعاتو په اړه د میاشتې شاوخوا ۳۰ ویډیوګانې د یوټیوب له لارې خپروي او د چینل د لیدونکو شمېر یې اوس له ۲۰ زرو اوښتی دی. وايي، ټولې ویډیوګانې په خپل تیلیفون کې ثبتوي او ددې کار دپاره ځانګړې کامرې او نور وسایل نلري.

ستایش حیات څرګنده نکړه چې له دې لارې څومره پیسې ګټي، خو ویې ویل چې همدومره ګټي چې د کورنۍ اړتیاوې یې ورباندې پوره شي.

نړیوالو بندیزونو د افغانستان له بانکونو سره راکړه ورکړه محدوده کړې ده. له همدې کبله په افغانستان کې میشت یوټیوبران په بهر کې د خپلو خپلوانو او ملګرو په مرسته خپله حق الزحمه ترلاسه کوي.

ستایش حیات وايي، زیاتره لیدونکي یې په امریکا، کاناډا، ډنمارک او استرالیا کې دي او په ترکیه، پاکستان او افغانستان کې هم لیدونکي لري.

د طالبانو محدودیتونه

د ۲۰۲۱ په اګست کې د بیاواکمن کېدو راهیسې، طالبانو افغانې ښځې په موسسو کې له کار کولو څخه منع کړي او د ښځو سینګارتونونه یې تړلي چې له کبله یې په لسګونو زره افغانې مېرمنې بې روزګاره شوي دي.

د نجونو پر مخ منځني ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي او ښځې پارکونو ته د تللو او د نارینه محرم پرته د لیرې سفر کولو اجازه هم نلري.

دا مطلب هم ولولئ طالبان: کابل کې د یوټیوب د یو چینل یوه چلوونکې وژل شوې

د حقوقو محصلې مینې سادات د پوهنتون له تړل کېدو وروسته اوس په یوټیوب کې ویډیوګانو خپرلو ته مخه کړې ده. هغې وویل: "په داسې یو وضعیت کې چې ښځې په رسنیو کې له کار څخه منع شوي، یوټیوب ښه فرصت دی چې له لارې یې خپل لګښتونه پوره کړو."

شنونکي وايي، د طالبانو بیاواکمن کېدو په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په مرسته د ښځو د حقونو په برخه کې د شلو کلونو لاسته راوړنې ضایع کړې. خو طالبان ټینګار کوي چې د شریعت په رڼا کې د ښځو د حقونو درناوی کوي.

د ښځو د حقونو افغانه فعاله فوزیه کوفي وايي، د افغان مېرمنو دپاره اوس یوټیوب نه یوازې د روزۍ ګټلو سرچینه ده بلکې له دې لارې کولی شي خپل پیغام او تجربې شریکې کړي.

هغې وویل: "په افغانستان کې هره ښځه یو موبایل تیلیفون لري او له نړۍ سره تړلې ده. څنګه امکان لري چې د داسې پرځان بسیا نسل مخنیوی وشي؟"

خو ستایش حیات او یو شمېر نورې افغانې یوټیوبرانې وېره لري چې طالبان ښايي په یوټیوب کې د هغو کسانو چینلونه وتړي چې د دوی د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه د فعالیت جواز نلري.

د افغانستان د یوټیوبرانو د ټولنې مرستیال شاداب ګلزار وویل: "طالبان غواړي په افغانستان کې ټول یوټیوب چینلونه د فعالیت جواز ترلاسه کړي." خو ګلزار اندېښنه لري چې د جواز له اخیستلو سره به پر یوټیوبرانو کنټرول زیات شي او هغوی به مجبور شي چې د جوازلیک د موادو په رڼا کې فعالیت وکړي."

دا مطلب هم ولولئ طالبانو ځینې افغان یوټیوبران «اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي» په تور نیولي

د جواز اخیستلو دپاره په شرایطو کې د ژورنالیزم په برخه کې د زده کړې سند او درې کاله تجربه لرل شامل دي. طالبانو ښځینه یوټیوبرانو ته ډاډ ورکړی چې ددغو شرایطو د پوره کولو او جواز اخیستلو په صورت اړتیا نلري چې اندېښنه وکړي.

خو ددغو شرایطو پوره کول د هغو ښځو دپاره ستونزمن دي چې د طالبانو له بیاواکمن کېدو وړاندې پوهنتون ته ندي تللي او کاري تجربه نلري.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند عبدالواحد ریحان وویل: "د دوی خپرونې باید د اسلامي نظام او دیني اساساتو سره په ټکر کې نه وي او باید له مذهبي او قومي تفرقې څخه ډډه وکړي. له دې پرته د خپلو پروګرامونو دپاره د موادو برابرولو په شمول په نورو برخو کې بشپړه ازادي لري." ریحان وايي چې د فعالیت د جواز ترلاسه کولو دپاره باید ۴۰۰۰ افغانۍ فیس ورکړل شي.

د روزۍ ګټل

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند وویل په افغانستان کې د فعالو ښځینه یوټیوبرانو د شمېر په اړه معلومات نلري خو زیاته یې کړه چې په دغه هېواد کې د فعالیت کوونکو لږ تر لږه ۱۰۰۰ یوټیوب چینلونو له جملې څخه ۲۵۰ چینلونو د فعالیت جواز اخیستی دی.

شاداب ګلزار وايي، یوټیوب چینلونه د ډیرو ښځو دپاره د ښه عاید په منبع بدل شوي او له همدې لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنې یوټیوبران د میاشتې له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ډالر ګټي او نیمايي یې تر ۵۰۰ ډالر ترلاسه کوي. دا عاید په افغانستان کې د پام وړ بلل کیږي چیرې چې د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، د سړي سر کلنی عاید یوازې ۳۵۰ ډالر دی.

افغانې مېرمنې وايي، دا ډول کاري فرصت چې له کور څخه اجرا کیدی شي، په روانو شرایطو کې حیاتي دی.

د تلویزیون پخوانۍ کارکوونکې عایشه نیازۍ او مېړه یې د خپلې دندې له لاسه ورکولو وروسته، اوس د خپلو اولادونو د روزۍ ګټلو دپاره یوټیوب ته مخه کړې ده.

نیازۍ چې د کلتوري او تاریخي ویډیوګانو د خپرولو له لارې د میاشتې شاوخوا ۳۰۰ ډالر ګټي، وویل: "د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې په پرده ظاهرېدل خطرونو لري خو موږ باید د روزۍ ګټلو دپاره کار وکړو. د یوې مور په توګه، زه خپل دوه غبرګوني ماشومان وږي نشم لیدلی."

دا راپور د رویټرز خبري اژانس د معلوماتو پراساس ترتیب شوی دی.