د محمد نبي لوبډلې د راشد خان له لوبډلې دویمه لوبه هم وګټله

دا لوبډلې په دوشنبه بېرته ویسټ انډیز ته او پاتې سیالۍ به هلته کوي

د راشد خان لوبډلې امازان واریرز ټاس وګاټه او د محمد نبي لوبډلې سنټ کېټس ته یې د منډو بلنه ورکړه.

سنټ کېټس په ۲۰ اورونو کې ۱۳۲ منډې وکړې خو مخالفې لوبډلې ورته پوره نشوې کړې.

د پایټرایټرز په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې منډې کریس ګیل وکړې چې ۵۷ وې. خو د امازان واریرز لوبډلې یوازې ۱۲۸ منډې وکړې او لوبه یې په څلورو منډو وبایلله.

راشد خان په څلورو اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او کوم لوبغاړی یې هم ونه سوځوه. راشد تېره ورځ په څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې وې او کوم لوبغاړی یې هم سوځولی نه و.

محمد نبي په څلورو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. ښه لوبه یې وکړه.ده تېره ورځ په څلورو اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې وې، خو کوم لوبغاړی یې سوځولی نه و.

دا دواړه لوبډلې سبا دوشنبه ویسټ انډیز ته روانیږي چې د کارابین کرکټ لیګ نورې سیالۍ هلته وکړې.

څلور سیالۍ یې ځکه په امرېکا کې وکړې چې دلته کرکټ‌ نور هم دود شي.