د لاس رسي وړ اتصالات

راشد له نبي سره سیالۍ کوي


د دوی لوبې د فلورېډا په وخت د سهار په ۱۱ بجو پیلیږي چې د کابل په وخت د ماښام شاوخوا اووه بجې کیږي
د دوی لوبې د فلورېډا په وخت د سهار په ۱۱ بجو پیلیږي چې د کابل په وخت د ماښام شاوخوا اووه بجې کیږي

په ویسټ انډیز کې د کارابین کرکټ لیګ (سي پي ال) سیالیو په لومړنیو لوبو کې د دوو افغان لوبغاړو لوبډلې له یو بل سره مخامخ دي.

د راشد د امازن واریرز لوبډله به د محمد نبي‌ د نېویز پیټریاټز لوبډلې سره د شنبې او یکشنبې‌ په ورځو (اګست پنځمه او شپږمه) د امریکا د فلورېډا ایالت په لادرهیل کې سیالۍ کوي.

دا اول ځل دی چې دوه افغان لوبغاړي‌ محمد نبي‌ او راشد خان په سي پي ال کې لوبیږي. د دوی لوبې د فلورېډا په وخت د سهار په ۱۱ بجو پیلیږي چې د کابل په وخت د ماښام شاوخوا اووه بجې کیږي.

د راشد په لوبډله کې د پاکستان د سهیل تنویر او بابر اعظم او د نیوزلنډ د ګاپټل په ګډون د نړۍ او ویسټ انډیز یو شمېر مشهور او پیاوړي لوبغاړي لوبیږي.

د نبي‌ په لوبډلې کې‌ بیا په مشهورو نړیوالو لوبغاړو کې ګریز ګیل، برایتوایټ، محمد حفیظ‌ او حسین علي او ځینې نور بیا شامل دي.

د دغو لوبو ارزښت د افغانستان لپاره په دې کې دی چې دوه ستوري یې په کې لوبیږي، نبي‌ او راشد به په دغو سیالیو کې د مجربو روزونکو تر څار لاندې له مشهورو او تجربه لروونکو لوبغاړو سره یو ځای ولوبیږي او له تجربو به یې زده کړې.

دوی ویلي هر څه چې یې په دغو سیالیو کې زده کړل بېرته یې افغانستان او افغان لوبغاړو ته انتقالوي. راشد او نبي د آی پي ال په سترو تجارتي‌ سیالیو هم ولوبېدل او ډېر څه یې ترې زده کړل.

سي پي ال

سي پي ال د ۲۰ اورونو سیالۍ دي، چې په اول ځل په ۲۰۱۳ کال کې وشوې. د سي پي‌ ال د ویپاڼې د معلوماتو په اساس دا سیالۍ په کال کې یو وارې کیږي او اوسنۍ اتله لوبډله یې جامایکا تالاواهس ده.

په دغو سیالیو کې شپږ ټیمونه د باربوداز ټرېډیندز، ګیانا امازن واریرز،‌ جامایکا تالاواهس، اس ات کیټس او نیویز پیټریاټز، اس ټي لوشیا زوکس او ټرېنباګو نایټرایډرز لوبډلې له یو بل سره سیالۍ کوي.

سي پي ال د هند د آی پي ال‌ او‌ د اسټرالیا د بګ بش سیالیو په څېر تجارتي‌ دي چې میلیونونه ډالر په کې پانګونه کیږي. په دغو سیالیو کې د نړۍ یو شمېر مشهور لوبغاړي لوبیږی چې د دغو سیالیو ارزښت یې لا زیات کړی.

د سي پي ال ویپاڼه وايي د سیالۍ د اس پي ان، سوپرسپورټز، سوني‌ سکس، فاکس سپورټ او ځینې نور نړیوال تلویزونونه ښيي. دا لوبې د اګست په څلورمه پيلیږي‌ او د سپتمبر په نهمه نېټه ختمیږي. د ویسټ انډیز کرکټ‌ بورډ وايي چې ځکه ځینې سیالۍ په امریکا کې کوي‌ چې کرکټ‌ په امریکا لا وغوړیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG