د لاس رسي وړ اتصالات

محمد نبي: د ټسټ درجه لاس ته راغلې او باید یې له لاسه ورنکړو


ښاغلي‌ نبي‌ هیله وښوده چې د ویسټ‌ انډیز په کورنیو سیالیو کې ښې لوبې وکړي ‌چې د افغانستان نوم ښه یاد شي
ښاغلي‌ نبي‌ هیله وښوده چې د ویسټ‌ انډیز په کورنیو سیالیو کې ښې لوبې وکړي ‌چې د افغانستان نوم ښه یاد شي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی محمد نبي‌ عیسی خیل وايي‌ چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو او باید دا غړیتوب له لاسه ورنکړي.

ښاغلي‌ نبي د امریکا د فلوریډا په ایات کې د امریکا غږ په پښتو فیسبوک پاڼې کې په یوې ژوندۍ خپرونې کې د خپلو مینوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل او د افغانستان د کرکټ په اوسني وضعیت او اینده یې خبرې وکړي.

هغه وویل چې د افغانستان د ملي لوبډلې د پرلپسې بریاو په پایله کې د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان ته بشپړ غړیتوب ورکړ. هغه وايي "د ټسټ درجه لاس ته راغلې باید یې له لاسه ورنکړو. موږ مخکې راغلي یو باید دا حالت همداسې وساتل شي. دا ساتل ډېر ضروري دي".

محمد نبي‌ عیسی خیل د بشپړ غړیتوب د ساتلو لپاره د ملي،‌ الف، ۱۹ کلنو لوبډلو، نورو ځوانو لوبغاړو او د کرکټ د ادارې د ظرفیت لوړول مهم وبلل خو ټېنګار یې وکړ چې باید د ځوانانو د روزولو لپاره اساسي کار وشي.

هغه وویل "نوي ځوانان باید له خپلو نیمګړتیاو زده کړه وکړي، باید حوصله پیدا کړي،‌ دا زده کړې چې څنګه یوه یوه منډه وکړي،‌ باید داسې نه وي چې یا بال ودروه یا یې ووهه".

محمد نبي‌ وايي چې اوسني‌ ځوانان د تجربې له پلوه ښه دي،‌ خو د تخنیک له پلوه باید لا غښتلي شي.‌ هغه د افغانستان د ۱۹کلنو او الف لوبډلو له روزونکو څخه وغوښتل چې باید پر ځوانانو پوره پام وساتي‌ او د هرې ماتې ویډیوګانې او فلمونه یې وارزوي، ور ویې ښايي او بیا یې د نیمګړتیاوو په ختمولو کار وکړي.

د نبي پوره مرکه دلته وګورئ:

ښاغلی نبی د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو کې د لوبېدو لپاره امریکا ته راغلی دی. نن شنبه او سبا یکشنبه ( اګست ۵-۶) د کابل په وخت د ماښام په شاوخوا اوو بجو باندې د محمد نبي او راشد خان د لوبډلو ترمنځ‌ لوبه ده.

ښاغلي‌ نبي‌ هیله وښوده چې دوې دواړه ښې لوبې وکړي ‌چې د افغانستان نوم ښه یاد شي، خو په ټوکو کې یې وویل که راشد ورته باولینګ وکړي، ورسره به احتیاط کوي.

امریکا غږ د محمد نبي‌ او راشد خان د لوبډلو د سیالیو په اړه تازه معلومات درکوي،‌ د امریکا غږ اشنا راډیو، تلویزون، فیسبوک او ویبسایټ‌ واورئ، وګورئ او ولولئ.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG