د سکاتلنډ له لوري افغانستان ته ماتې ورکول"حیرانوونکي"وو

کریمر وویل چې ویلمیز به له افغانستان سره په لوبې کې نه وي

د زمبابوې د کرکټ د لوبډلې مشر کریمر له افغانستان سره تر لوبې یوه ورځ مخکې د خپلې لوبډلې په تیاریو خبرې وکړې.

کپټان کریمر وویل چې د سکاتلنډ له لوري د افغانستان په ماتولو حیران شو، ځکه چې په خبره یې افغانستان د دغو سیالیو یوه غوره لوبډله ده.

نوموړي وویل "ډېره حیرانونکې وه، ځکه چې افغانستان یوه قوي لوبډله ده او ښه بیټینګ لري. خو چې سکاتلند لوبه وګټله دا بیخي فوق العاده وو". هغه وویل د افغانستان په ماتې په دویم ګروپ کې هرې لوبډلې ته د مخکې تګ چانس زیات شو.

د زمبابوې کپټان له افغانستان سره تر لوبې یوه ورځ مخکې په هرارې کې خبریالانو ته معلومات ورکول. نیوز ډی وايي هغه د خپل ټیم لپاره هم یو بد خبره لره.

کریمر وویل شان ویلیمز به له افغانستان سره په لوبه کې نه وي، د ویلیمز ګوته ماته شوې او ډاکټرانو له لوبې منع کړی دی. ویلیمز د زمبابوې کیڼ لاسی توپوهونکی او ورو توپ اچونکی دی.

شاید دا د افغانستان لپاره ښه خبر وي، خو کپټان یې وویل چې د هغه په ځای به بل مناسب او وړ لوبغاړی ولوبیږي.

سکاتلنډ د یکشنبې په ورځ (فبروري۴) افغانستان ته ماتې ورکړه. دا د ۲۰۱۹ کال د غوراوي سیالیو لومړنۍ لوبه وه، افغانستان د سه شنبې په ورځ له زمبابوې او بیا له نیپال او هانګ کانګ سره لوبې لري.

د غوراوي سیالیو کې دوه ګروپونه دي چې لس لوبډلې کیږي، د دغو لس لوبډلو له ډلې یې شپږ بل پړاو ته ځي او بیا دوه نړیوال جام ته لار کوي.