د لاس رسي وړ اتصالات

د استرالیا سټرایکرز لوبډلې راشد خان سره بیا قرارداد وکړ


راشد خان تېرکال هم د سټرایکرز په لوبډلې کې و
راشد خان تېرکال هم د سټرایکرز په لوبډلې کې و

د سټرایکرز لوبډلې په خپل ویبسایټ کې لیکلي دي چې راشد خان به لږ تر لږه د بګ بش سیالیو د نهم سیزن تر پایه په دغې لوبډلې کې لوبیږي.

تېرکال د دغو سیالیو اووم سیزن و او راشد خان د اډلایډ سټرایکرز له لوبډلې سره و.

راشد خان او محمد نبي لومړني افغانان وو چې په ۲۰۱۷ کال کې د بګ بش په سیالیو کې ولوبېدل. په راپور کې ویل شوي چې راشد خان د خپل بګ بش په لومړني سیزن کې ښه وځلېده. ښايی همدا علت وي چې سټرایکرز بیا ورسره قرارداد وکړ.

سټرایکرز په خپل ټویټر کې هم دا خبر خپور کړی دی.

راشد د ۲۰۱۷ کال د بګ بش په سیالیو کې ۱۸ لوبغاړي وسوځول او په دې سره د سیالیو غوره توپ اچوونکی ونومول شو او لوبډلې یې هم په لومړي ځل د بګ بش اتلولي وګټله.

اډلایډ سټرایکرز د دغه قرارداد په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي او نه هم ویل شوي چې راشد خان ته د هغه د لوبو په بدل کې څومره پېسې ورکول کیږي.

د بګ بش سیالۍ د اسټرالیا تر ټولو لویې تجارتي سیالۍ بلل کیږي.

راشد خان چې دا مهال د افغانستان د ملي لوبډلې موقت کپټان هم دی، د هند په آی پي ال، د بنګلدېش په بي پي ال او د ویسټ انډیز په سي پي ال کې هم لوبېږي. راشد خان دا مهال د کرکټ د نړیوالې شورا د درجه بندۍ په اساس د ۵۰ او ۲۰ اورونو د بالرانو په منځ کې اول دی.

XS
SM
MD
LG