کریس ګیل وايي محمد نبي‌ او راشد خان لوی استعدادونه دي

د ویسټ انډیز د لوبډلې مشهور لوبغاړی کریس ګیل وايي‌ چې محمد نبي او راشد خان د کرکټ او افغانستان لوی استعدادونه دي.

ښاغلی ګیل وايي ‌چې دغه دوه افغان لوبغاړي د خپل هېواد په ملي لوبډلې کې هم ښه ځلېدلي‌ او په دې وروستیو کې په آی پي ال کې هم ښه وځلېدل او تجربې یې نورې هم زیاتې شوې.

کرېس ګیل د سنټ کیتس او نېویز پاېټریاتز د لوبډلې مشر دی چې محمد نبي‌ هم په کې لوبیږي. نوموړي د شنبې د ورځې په لوبه کې د محمد نبي لوبه ډېره وستایله.

محمد نبي په دغې لوبې کې په څلورو اورونو کې کوم لوبغاړی ونه سوځوه خو یوازې یې ۱۷ منډې ورکړې. هغه امریکا غږ اشنا ته وویل چې افغانستان په کرکټ‌ کې ښه استعدادونه لري‌ چې په خبره یې محمد نبي‌ او راشد خان یې ښې بېلګي دي.

نوموړي دا خبره هم وکړه چې خوښ دی محمد نبي ورسره په یو ټیم کې لوبیږي. محمد نبي‌ او راشد خان په لومړي ځل د کارابین کرکټ لیک سیالیو کې لوبیږي. راشد د ګیانا امازان واریریز په لوبډلې کې دی چې کپټان یې د نیوزلنډ‌ لوبغاړی ګاپټل دی.

ګاپټل امریکا غږ اشنا ته وویل چې راشد خان با استعداده لوبغاړی دی او هیله یې وښوده چې په روانو سیالیو کې ښه وځلیږي. د ویسټ انډیز دغه تجارتي سیالۍ د اګست په څلورمه پیل شوې او ټاکل شوې چې شاوخوا یوه میاشت روانې وي.

د دغو سیالیو څلور لوبې د امریکا د فلورېډا په ایالت کې کیږي چې هدف یې په امریکا کې د کرکټ لا دودل دي. ټاکل شوې چې نن (‌یکشبنه اګست ۶) د محمد نبي‌ او راشد خان ټیمونه بیا له یو بل سره سیالۍ وکړي. د شنبې د ورځې لوبه د محمد نبي لوبډلې وګټله. امریکا غږ د دغو سیالیو په اړه تازه معلومات خپروي.