حشمت شهیدي: ډاکټرانو معاینه کړم، سر مې جوړ دی

حشمت شهیدي‌ وايي له تیرو ماتو یې ډېرې تجربې ترلاسه کړې

د افغانستان د کرکټ‌ د ملي‌ ټیم لوبغاړی حشمت شهیدي‌ وايي ‌چې صحت یې ‌ښه دی او را روانو لوبو ته به اماده وي.

کیڼ لاسی افغان توپ وهونکی حشمت شهیدي له انګلنډ سره په لوبې کې په یو توپ په سر ولګېده او خوږ شو.

حشمت شهیدي‌ امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکې کې د هماغې شیبې کیسه وکړه (زه چې ولګېدم هېڅ پوه نشوم او وغورځېدم. ډېر ګنګس وم، خو څو شیبې وروسته پوه شوم، ژر پاڅېدم ځکه چې مور مې لوبه پر تلویزون کتله او ما ویل چې هغه په تشویش نشي. ډاکټران راغلل زما دستکشونه یې وویستل او راته یې وویل چې له میدان نه څخه ووځه. ما ورته وویل زه ښه یم او لوبه کولی شم. هغه وخت ما ته افغانستان ضرورت درلوده له میدان نه ونه وتم.)

شهیدي له انګلنډ سره د سه شنبې د ورځې په لوبه کې (جون۱۸) ښه وځلېده او شاوخوا ۷۰ منډې یې وکړي، خو افغانستان د انګلنډ د ۳۹۸ هدف پوره نشو کړی.

شهیدي‌ وویل چې له لوبې وروسته ډاکټرانو معاینه کړه او ډاډ یې ورکړ چې کومه جدي‌ستونزه نشته.‌ د انګلنډ د تیز توپ‌ اچونکي جافرا ارچر یو بال د حشمت شهیدي په سر ولګېده.

حشمت وايي له تېرو ماتو څخه یې ډېرې تجربې ترلاسه کړي او هڅه به وکړي چې لوبې وګټي. حشمت شهیدي د دغه نړیوال جام په رونو سیالیو کې دوې پنځوسیزې وهلې او ښه ځلیدلی دی. هغه د پاکسان سره د نړیوال جام په تمریني لوبه کې پنځوسیزه کړې وه.

د افغانستان بله لوبه د شنبې په ورځ (جون۲۲)‌له هند سره ده.