د لاس رسي وړ اتصالات

بنګلدیش ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه


د کرکټ نړیوال جام په لړ کې نن دوشنبه د ( جون ۱۷) د بنګلدیش کرکټ لوبډلې وکولای شول ویسټ انډیز ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړي.

ویسټ انډیز لومړی بیټنګ وکړ چې په ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۳۲۱ منډې جوړې کړې او بنګلدیش ته یې د ۳۲۲ منډو هدف وټاکو.

په ځواب کې د بنګلدیش لوبډلې وکولای شول په ۴۲ اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو هدف پوره کړي، له دې سره بنګلدیش په روانو سیالیو کې دوه لوبې وګټلې حال دا چې دوه نورې لوبې یې بایللې دي.

په نننۍ لوبه کې بنګلدیش لپاره تمیم اقبال ۴۸، سومیا سرکار ۲۹، مشفق الرحیم ۱، لیتان ډس ۹۴ او شکیب الحسن ۱۲۴ منډې جوړې کړې.

په دغه لوبه کې شکیب الحسن د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره کریس ګیل چې خورا پیاوړی لوبغاړی گڼل کیږي په صفر اوټ شو، خو نورو لوبغاړو بنګلدیش ته د ۳۲۲ منډو هدف کیښود.

په روان نړیوال جام کې استرالیا تر اوسه پنځه لوبې کړي او ۸ امتیازونه لري، نیوزیلند او هند ۷، انګلنډ ۶، بنګلدیش ۵، سریلانکا ۴، ویسټ انډیز، سویلي افریقا او پاکستان هر یوه ۳ امتیازونه لري او افغانستان تر اوسه کومه لوبه نده ګټلې.

XS
SM
MD
LG