د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ په نړیوال جام کې د تاریخي سیالانو هند او پاکستان لوبه


د کرکټ په نړیوال جام کې نن یکشنبه د ( جون ۱۶) د کرکټ د نړۍ تاریخي سیالان هند او پاکستان سره لوبیږي.

پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او هند ته یې د لوبې بلنه ورکړه.

د نړیوال کپ په ترسره شویو سیالیو کې تراوسه هند درې لوبې کړي، دوه یې ګټلي او یوه د باران له کبله نه ده شوې، خو پاکستان څلور لوبې کړي، یوه یې ګټلې، دوه یې بایللې دي او یوه د باران له کبله نه ده شوې.

نن په زرګونه کسان د هند او پاکستان د لوبې لیدو لپاره لوبغالي ته ورغلي دي.

د هند او د پاکستان د کرکټ مینه وال د خپلو لوبډلو د تشویق لپاره بیلابیل ډول رنګه جامې په تن کړي او د خپلو هیوادونه بیرغونه له ځان سره لیږدوي. د هند د لوبډلې یو مینه وال وايي "یقین لري چې هند به دا لوبه په شپږو یا اوو ویکټو ګټي ".

د پاکستان د لوبډلې یو مینه وال بیا وايي "په نننۍ لوبه کې دواړه ټیمونه ښه دي، هر څوک چې ښه لوبه کوي هغه به یې ګټي، انشاالله پاکستان به تاریخ بدلوي ".

د هند او پاکستان لوبې ته د دواړو هیوادونو خلک نه یوازې د لوبې، بلکې په سیاسي او جګړې په ډګر کې د مخامخ کیدو او مبارزې په سترګه ورته ګوري.

د کرکټ په تیرو نړیوالو جامونو کې تراوسه پاکستان، هند ته ماتې ورکړې نه ده، خو هند بیا څلو ځلې پاکستان مات کړی دی.

د معلوماتو له مخې د فوټبال نړیوال جام ۱.۶ میلیارد کسانو په ټلویزیون لیدلی وو، خو تمه ده چې د پاکستان او هند ترمنځ د کرکټ د لوبې د لیدونکو شمیر ۱.۵ میلیارد کسان وي.

د کرکټ دولسم نړیوال جام لوبې د مۍ په ( ۳۰ نیټه) پيل شوی او د جون تر (۱۴نیټې) پورې به دوام وکړي، په دغه جام کې د افغانستان په ګډون ۱۰ لوبډلې برخه لري چې هره لوبډله ۹ لوبې کوي او ټولې به ۴۸ لوبې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG