په افغانستان کې د ورښتونو او سیلابونو له امله د مړو شمیر ۱۷ تنو ته ورسید

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي، چې په تېرو درې ورځو کې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

زیانمن شوي اوسېدونکي خبرداری ورکوي، که پر وخت بېړنۍ مرستې ور ونه رسېږي، د یخنۍ له امله د بشري ناورین خطر شته.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ لومړۍ نېټه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کاپیسا، پروان، دایکندي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) هم ویلي، چې افغانستان هر کال د سیلابونو، زلزلو او نورو طبیعي پېښو شاهد وي او د اقلیمي بدلونونو له امله د دغو پېښو شدت او اغېزې زیاتې شوې دي.

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه او د دې سازمان همکار بنسټونه خبرداری ورکوي چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې هم د نړۍ یو له سترو بشري کړکېچونو څخه پاتې شي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مرستیال مشر، اندریکا راتواته، وویل چې د ملګرو ملتونو ادارو په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۵ میلیارده امریکایي ډالر د افغان کډوالو له ستونزو سره د مبارزې لپاره لګولي دي.

هغه زیاته کړه چې د کډوالو له راستنېدو سره، د افغانستان نفوس په لنډه موده کې ۱۰ سلنه زیات شوی دی.

د یوناما مرستیال یادونه وکړه چې ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برابرولو له لارې هڅه کړې ده چې په افغانستان کې د بشري ناورین له لا ژورېدو مخنیوی وکړي.

راتواټ د چهارشنبې په ورځ، د دسمبر په ۳۱مه، د کډوالو او راستنېدونکو چارو د طالبانو له وزیر عبدالکبیر سره د یوې ناستې پر مهال وویل چې ملګري ملتونه د زیانمنو افغانانو او راستنېدونکو د مرستې لپاره ژمن دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ویلي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې څه باندې ۲.۵ ميلیون افغان کډوال بیرته هیواد ته ستانه شوي او په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دا "په نړۍ کې یو له ډیرو شدیدو بشري بحرانونو " لامل کیدای شي.