د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې هم له ستر بشري کړکېچ سره مخ وي – ملګري ملتونه


ملګري ملتونه او د دې سازمان همکار بنسټونه خبرداری ورکوي چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې هم د نړۍ یو له سترو بشري کړکېچونو څخه پاتې شي.

ملګرو ملتونو د راپور له مخې چې د سې شبنې په ورځ د ډسمبر ۳۰مه یې خپور کړی راغلي چې د کلونو اوږدو جګړو، د خوړو د دوامداره کمښت، پرله‌پسې طبیعي پېښي، د اقلیم د بدلون اغېزو او هیواد ته د کډوالو د بیرته ورستنیدو له امله د افغانستان نږدې ۴۵ سلنه نفوس، چې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان کېږي، راتلونکي کال بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون د پلان له مخې، له دې شمېر څخه ۱۷.۵ میلیونه کسان، چې تر درېیو برخو یې زیات ښځې او ماشومان دي، عاجلو مرستو ته اړ دي او د همغږو بشري مرستو دپاره لومړیتوب دوي ته ورکړ شوی دی.

راپور اټکل کوي چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو د (دوو فصلونو ترمنځ فاصلې) یا (Lean Season) کې به د افغانستان له درېیمې برخې زیات نفوس د خوړو له کړکېچ یا تر هغه د بد حالت سره مخ شي، لکه څنګه چې د خوړو د کمښت د پړاوونو په نړیواله درجه‌بندۍ (IPC) کې یې تعریف شوی دی.

په دې مانا چې اکثره کورنۍ به یوازې د خپلو بنسټیزو معیشتي شتمنیو د خرڅولو له لارې د خوړو لږ تر لږه اړتیاوې پوره کړي، چې دا د تېر کال پرتله د وضعیت جدي خرابوالی ښيي.

راپور وايي، روانې وچکالۍ په یو شمېر سیمو کې د للمي غنمو نږدې ۸۰ سلنه حاصلات له منځه وړي دي، چې له امله یې ګڼې کورنۍ د ژمي لپاره د خوړو له زېرمو بې‌برخې شوې دي.

د پاکو اوبو او حفظ‌الصحې وضعیت هم نازک بلل شوی دی. د اټکل له مخې، سږ کال ۲۵ سلنه کورنیو د اوبو له غیرمعیاري سرچینو کار اخیستی او ۳۷ سلنه کورنیو د لومړنیو حفظ‌الصحې لپاره صابون نه درلود.

د غبرګون په پلان کې ویل شوي چې مرستې به په هغو سیمو کې د اوبو، حفظ‌الصحې او پاکوالي اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي چې د وچکالۍ، د کولرا د خپرېدو، طبیعي پېښو او هیواد ته د کډوالو د بیرته ورستنیدو له امله سختې اغېزمنې شوې دي.

افغانستان دا مهال د کډوالو د بېرته ورستنیدو له امله د نړۍ له تر ټولو لویو پراخو او په چټکۍ د خپریدونکو کړکېچونو سره مخ دی.

یوازې سږ کال شاوخوا پنځه میلیونه کسان هېواد ته ورستانه شوي دي.

له دې ډلې څخه تر ۲.۶ میلیونو زیات افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته ورغلي، چې لامل یې د کډوالۍ د تګلارو سختېدل او د خوندیتوب د وضعیت خرابوالی بلل شوی دی.

راپور زیاتوي، اکثره کډوال بیرته هغو ولسوالیو ته تللي چې لا له وړاندې له بېوزلۍ، د خوړو له کمښت، وچکالۍ او د بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخ دي، چې دا حالت پر ځایي امکاناتو فشار نور هم زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د بشري غبرګون پلان وايي چې په ۲۰۲۶ کال کې به مرستندویه بنسټونه هڅه وکړي له لږو مالي سرچینو سره ډېرو خلکو ته ورسېږي.

د پلان لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ښودل شوې، چې دا د ۲۰۲۵ کال د اړتیاوو په پرتله ۲۹ سلنه کموالی ښيي، خو هدف دا دی چې د تېر کال په پرتله شاوخوا څلور سلنه زیات کسان تر پوښښ لاندې راولي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم د سې شنبې په ورځ د ډسمبر ۳۰مه په یوه راپور کې ویلي چې سږکال په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه سخت شوي دي، ځکه چې د دې ډلې کړنو په افغانستان کې ټولنیز-اقتصادي وضعیت په ژوره توګه بدل کړی دی.

اوچا ویلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې لاهم د خپلو حقونو څخه د سیستماتیک محرومیت تر ټولو سخت ډولونه تجربه کوي.

د اوچا د راپور له مخې، د افغانو ښځو او نجونو پر زده کړې، کار او نورو ټولنیزو فعالیتونو باندې بندیز، معیشت او خدماتو ته د دوی لاسرسی په جدي توګه محدود کړی، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي، رواني ټولنیز فشار او د نامناسبې مقابلې میتودونو څخه د ګټې اخیستنې خطر یې زیات کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG